Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د اماني صندوق درې سوه میلیونه ډالره ګټه

د افغانستان د اماني صندوق یوه غړي، شاه محمد محرابي طلوع‌نیوز ته ویلي، دغه صندوق تر اوسه څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې.

شاه محمد محرابي د دغه صندوق د جوړولو موخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو ساتنه او پالنه ګڼي.

د افغانستان اماني صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي پر ۲۴مه سویس کې د درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو.

د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړي، شاه محمد محرابي و ویل: « د افغانستان اماني صندوق د امانتدار او لارښوونکي په توګه، زما رول دا دی چې  د دغو پېسو د هرډول ګټې په ګډون چې کوي یې، د هغو ساتنه وکړم او دا ډاډ تر لاسه کړم چې د مالي ثبات د ساتلو له اصلي موخو سره سمې کارول کیږي.»

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې د افغانستان شتمني باید په پراختیايي پروژو باندې ولګول شي، څو د هېواد پر اقتصادي ودې هم اغېز ولري.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصر رښتیا و ویل: « که دغه پېسې په نا اقتصادي موخو ولګول شي، کولای شي د افغانیو ارزښت کم او دغه پېسې کولای شي افغانستان سره په نړۍوالې سوداګرۍ کې د باور په برخه کې مرسته وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر هم و ویل: « دا چې د افغانستان اماني صندوق عاید ترلاسه کړي دي چې د افغانستان خلکو ته وروګرځول شي او خپله د افغانستان خلک یې په مناسبو ځایونو لکه زېربناوې، کرنیز سکټور، برښنا او اوبو او نورو برخو کې ولګوي.»

له دې سره هم مهاله، د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان ټولې شتمنۍ ازادې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « د افغانستان د خلکو د شتمنۍ کنګل کېدل د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې ده، هیله لرم چې دغه شتمنۍ ژر تر ژره زموږ خلکو ته ورکړل شي او د دغې شتمنۍ ازادېدل کولای شي د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا او پراختیا کې ګټور تمام شي.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کې د  هېواد څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل شوې دي.

شریک یي کړئ