Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د پراخې بې‌وزلۍ په تړاو د امنیت شورا د غونډې ګډونوالو اندېښنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې، افغانستان ته د مېلیاردونو ډالرو له راتلو سره سره، دا هېواد لا هم له پراخې بې‌وزلۍ سره مخ دی.

په افغانستان کې د یوناما دفتر مشره دغه‌راز په افغانستان کې د ځان بسیاینې لپاره د اسلامي امارت دوامدارې هڅې مثبتې بللې دي.

رزا اوتونبایوا ویلي:«نړۍوالو مرستندویانو افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره څه باندې اوه مېلیارده ډالره برابر کړې دي او څه باندې ۴ مېلیارد ډالره د افغانانو د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابرې شوې دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان په نړۍ کې هغه درېیم هېواد بللی چې تر ټولو ډېر اړمن خلک لري.

د اوچا لپاره د مالي چارو او همکارۍ مدیره لیزا داوټن وايي:«نړۍواله ټولنه باید هر اړخیزې هڅې زیاتې کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې، په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره مبارزه په افغانستان کې د سولې، ثبات او پراخ پرمختګ لپاره زموږ له ګډ هدف سره مرسته کوي.»

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د کوریا دایمي استازي هم ویلي چې، په افغانستان کې اقلیمي بدلون د خلکو د کړاو او بې‌ځایه کېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د کوریا استازی جونکوک هوانګ هم څرګندوي:«له ۵۰ سلنې ډېر نفوس - شاوخوا ۲۳٫۷ مېلیون خلک - سږکال بشري مرستو ته اړتیا لري چې، دا په نړۍ کې د اړمنو خلکو درېیم شمېر دی. نیمايي نفوس یې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي، او په هرو څلورو افغانانو کې یو یې ډاډه نه‌دی چې، د دوی راتلونکي خواړه به له کوم ځایه ترلاسه شي، نږدې درې مېلیونه ماشومان د لوږې له لوړې کچې سره مخ دي.»

خو د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کمولو لپاره د نړۍوالې ټولنې مرستې اغېزناکې بولي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د نړۍوالې ټولنې مرستې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ په کمولو کې خپله ونډه لرلې ده او موږ د افغانستان خلکو ته د مرستو د زیاتېدو غوښتونکي یو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر څرګندوي:«د رزا اوتونبایوا د څرګندونو پر بنسټ، اړتیا ده چې اسلامي امارت له یوناما او یوناما له اسلامي امارت سره جوړ جاړی وکړي چې تر لازمې کچې له افغانستانه د بې‌وزلۍ ټغر له افغانستانه ټول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې د یوناما مشرې امنیت شورا ته په خپل راپور کې د بندیزونو هغو اغېزو ته په نغوتې سره ویلي چې، د اسلامي امارت پر لاسته‌راوړنو یې سیوری غوړلی او زیاتوي چې، اسلامي امارت هم د نړۍوالې ټولنې مرستو ته په کمه سترګه ګوري، په داسې حال کې چې، دغو مرستو د سرپرست حکومت له بریالیتوب سره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ