د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادارت د تېر کال د پنځو میاشتو پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښيي.
د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د روان زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۳۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۲۹۴ مېلیونه ډالره دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ۹۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت پنبه، ۳۸ مېلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، د ۱۶مېلیونه ډالرو په ارزښت مۍ، د ۱۳مېلیونه ډالرو په ارزښت پیاز او ځینې نور توکي پاکستان ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د ۲۰۲۴ کال د پنځو میاشتو په لړ کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه کابو ۹۳۷ مېلیونه ډالره وه چې له دې منځه ۲۹۴ مېلیون ډالره یې صادرات او ۶۴۳ مېلیون ډالره یې واردات جوړوي. پنبه، د ډبرو سکاره، پیاز، کشمش او تنباکو پاکستان ته صادراتي اقلام دي او ډېری وارداتي اقلام هم وریجې، درمل، سمنټ او مېوه ده.»
له دې سره هم مهاله پاکستاني چارواکو ویلي چې، د تورخم بندر له لارې دغه هېواد ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات کم شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د دغه کموالي لامل د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د صادراتي تعرفو لوړوالی دی.
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، هڅه کوي چې، پاکستان او نورو هېوادونو ته د ډبرو سکرو د صادراتو کچه ډېره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«موږ اوس په دې هڅه کې یو چې د مالیې وزارت او ګمرکونو له محترمو چارواکو سره خبرې ولرو چې، څه ډول وکړای شو پاکستان او نورو هېوادونو ته د ډبرو سکرو صادراتو کې زیاتوالی راولو.»
بل لور ته یو شمېر سوداګر وایي چې، له پاکستان سره په سوداګرۍ کې له ستونزو سره مخ دي او پاکستان باید د نړۍوالو قوانینو له مخې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.
سوداګر امید حیدري څرګندوي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې لپاره »
د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۹۸۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې، شاوخوا ۴۳۵ مېلیونه ډالر یې پاکستان ته د افغانستان صادرات تشکیلوي.
په دې اړه مو اندونه