د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي، پر دغې پروژې چې، د بغلان له الوان دښتې د کابل تر ارغندي پورې د مزو غځول دي، ۱۸۳ میلیونه ډالره لګښت راځي او په دوو کلونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
عبداللطیف منصور زیاتوي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به له ترکمنستانه زر مېګاواټه برېښنا وپېرل شي او ورسره به د کابل او څېرمه ۱۳ ولایتونو د برېښنا د پرچاویو په کچه کې د پام وړ کمښت راشي.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرت او اسلامي امارت د ځینو نورو مسوولینو په حضور سره د ارغندي سب سټیشن د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې د پاتې چارو پرانیستل.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وايي د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی له خواجه الوان دښتې تر ارغندي پورې نښلول کیږي چې ټولیز ارزښت یې ۱۸۳ میلیونه ډالره دی او د دغې پروژې د چارو له بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته زر میګا واټه برېښنا را وارده شي او په کابل، غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې به د څلور زره کورنیو برښنا برابره شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور و ویل: دغه پروژه به ان شاالله په دوو کلونو کې بشپړیږي، بیا به موږ ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا له ترکمنستانه واخلو بیا به له دې سره ان شاالله زموږ په دغه ولایتونو کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې، په کابل کې، په ځانګړې توګه په صنعتي پارک او کارخونو کې په روغتونونو کې، او عامو ښاریانو ستونزه به تر ډيره حل شي.
ښاغلی منصور د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وایي چې د ځینو لویو بندونو له هغې ډلې کمال خان، شاه و عروس، پاشدان او په زابل ولایت کې د تورې بند چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور وايي: د کمال خان بند د پرانیستې شاهدان به هم یاست او داسې وخت کې به یې پرانیزو چې ټول کارونه به یې سر ته رسېدلي وي او موږ توانیدلي یو چې د هغه په توسط سره اوبه ډیرې شي، دایمي شي ځکه وچکالي زیاته ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار، فاروق اعظم زیاته کړه: امارت دا هڅه وي چې هر ځای بندونه جوړ شي، برېښنا ځنې جوړه شي. او له نورو ځایونو چې برېښنا راځي نو هیله ده چې موږ ترې نور پر ځان بسیا شو. نو دا یو مثبت ګام دی.
بل لور ته د هغه شرکت مسوولین چې د ارغندي سب سټیشن د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پر پروژې یې پانګونه کړې وايي چې پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرول په هېواد کې د برېښنا د تولید په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د عوفي بهرام شرکت مسوول، نورالله و ویل: دغه پروژې چې یوازنۍ موخه یې د افغانستان پرمختګ او همدا رنګه د دغو پروژو له پیلیدو سره به هېوادوالو ته په مستقیمه او نامستقیمه توګه د کار زمینه هم برابره شي.
افغانستان د برېښنا په تولید کې د اوبیزو سرچینو په لرلو سره د هغو هېوادونو له ډلې دی چې لا هم خپله د اړتیا وړ ۸۰ سنله برېښنا له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبېکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایران څخه را واردوي او د برېښنا د پرچاویو زیاتوالی هر وخت هېوادوال له ستونزو سره مخ کوي.
په دې اړه مو اندونه