Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کار زمینې برابرولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت هلې ځلې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري له شپږو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د دغه وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د دغو هوکړه لیکونو ارزښت درې میلیونه او ۷۰۰ زره ډالره دی او یاد بنسټونه به نږدې دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمېنه برابره کړي او له دې سره به د دوه زره او ۶۰۰ ماشومانو د کورنیو مالي ملاتړ هم وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وايي‌: «ننګرهار، بلخ، بدخشان او جوزجان کې، په دغو ولایتونو کې د ۲۶۱ میلیون میلیونو په ارزښت پروژې پلې کیږي چې شاوخوا ۷ زره کسان ترې ګټه اخلي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ډونرانو سره د اړیکو مسوول، حدید الله وزیري و ویل: «په ۱۴۰۳ کال کې په څو دورو کې چې موږ هوکړې لاسلیک کړې، ۱۰۶ هوکړو ته رسیږي چې له بېلابېلو موسسو سره دغه هوکړې لاسلیک شوې دي، په دغه برخه کې ۸۰ زره ماشومان او ۴۵ زره کسان چې وزګار و هغوی ته د کار موندنې په موخه خدمتونه وړاندې شوې دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال چې له بنسټونو سره یې یاد تړونونه لاسلیک کړي، په هېواد کې د بې وزلۍ په کمولو کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو فعالیت اغیزمن ګڼي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال، عبدالبر وايي: «په پرمختللو هېوادونو کې هم بې وزلي وي، د بې وزلۍ لمنځه وړل ستونزمن دي او دغه کړکېچ باید راکم شي، څومره چې له موسسو سره هوکړې لاسلیک شي هغومره د بې وزلۍ کچه راټيټیږي.»

بل لور ته په دغه پروګرام کې د بنسټونو مسوولین وایي چې په بیلابیلو ولایتونو کې به خلکو ته د کار موندنې لپاره پروګرامونه عملي کړي.

د یو مرستندوي بنسټ مسوول، غلام مجتبی رسولي وايي: «په دې کال کې موږ وکړای شول چې ۲ میلیون او ۴۰۰ زره او ۷۸۹۷۱ ډالر د ۲۰۲۴، ۲۰۲۵، ۲۰۲۶ کلونو لپاره د کار او ټولنیز چارو د مدیریت له لارې بې وزلو ته ورکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او تخنیکي زده کړو د پراختیا، له بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په موخه د ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له پنځو ملي او نړیوالو بنسټونو سره ۵ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه