Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د وروستۍ ناڅاپې پرېکړې په غبرګون کې د افغان سوداګرو لاریون

یو شمېر سوداګرو د پاکستان له لوري د مېوو او سبزیو پر صادراتو د تعرفو لوړولو ته په غبرګون لاریون کړی دی. 

دغه سوداګر وایي، پاکستان بیا بیا د افغانستان د مېوو موسم کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د صادراتو په برخه کې خنډونه رامنځته کړي دي. 

سوداګر، اشرف و ویل: « درې یا څلور میاشتې چې د دوی د مالتې، بانجاڼو او سبزۍ وخت وي، هیڅ خبره نه وي، زموږ فصل چې شروع کیږي، غویې، غبرګولي، چنګاښ او زمري کې چې د انګورو او بانجاڼو فصل شي، خنډونه رامنځته شي. اوس بانجاڼ په ۴۰ افغانۍ دي.»

یو بل سوداګر، خالد شریفي هم و ویل: « د کابل موسم چې پیل شي او پاکستان ته صادر شي، د ټرانسپورټ او ګمرک پلمې راپیدا شي.»

د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، باید داسې تګلاره رامنځته شي چې لمخې یې د دواړو هېوادونو سوداګر راکړه ورکړه وکړي. 

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال، میرویس حاجي زده و ویل: « دا د پاکستان دایمي پالیسي ده، دا ما ویلي هم دي او بیا یي هم وایم چې لمر راوخیژي هوکړه کوي؛ خو چې لمر ښکته شي له خپلې هوکړې په شاه کیږي.»

خو د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډه خونه بیا وایي، د پاکستاني حکومت دغه ناڅاپي پرېکړه د کابل او اسلام اباد پر سوداګرۍ منفي اغېزې کوي. 

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجرایوي رییس، نقیب الله صافی په دې اړه وایي: « په ناڅاپي ډول د تعرفو او مالیاتو داسې لوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو منفي اغېزې کوي.»

د پاکستان له لوري د مېوو او سبزیو په موسم کې خنډونه هر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي لامل کیږي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د ۲۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د تېر کال لومړیو پنځو میاشتو پرتله ۳۲سلنه کموالی ښیي.

شریک یي کړئ