د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبېکستان له ټرانسپورټ وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي پروژو په تړاو خبرې کړې دي.
د ازبېکستان د ټرانسپورټ وزیر په دې کتنه کې په نړۍواله کچه د ټرانسپورټ په برخه کې د یوې هوکړې له لاسلکېدو ډاډ ورکړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند په دې اړه و ویل: افغانستان تقریبا کولای شي چې ازبېکستان له سویلي اسیا سره په ډېرې اسانۍ سره ونښلوي او ازبېکستان هم کولای شي چې افغانستان له مرکزي اسیا او روسیې او چین سره ونښلوي. نو دا به د دواړو هېوادونو په احیا کې مهم رول ولوبوي.
اخوا د افغانستان او ازبېکستان ګډ درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.
یو شمېر ګډونوال دغه نندارتون له لاسته راوړنو ډک ګڼي او ټینګار کوي چې په دغه ډول نندارتونونو کې د افغان سوداګرو حضور د افغان محصولاتو لپاره په بازار موندنه کې مهم رول لري.
یو ګډونوال، زلمی سعیدي وايي: ماشاالله ډېر ښه نندارتون و، موږ تړونونه هم درلودل، ان شاالله چې په راتلونکي کې هم وکړای شو چې دغه نندارتون ته راشو.
یو بل ګډونوال، امان الله کوهي هم و ویل: نندارتون ددې لپاره دی چې زموږ توکي ټولې نړۍ ته ورپیژني او ډېر رغنده رول لري ځکه کله چې یو نوی محصول بازار ته راځي او خلک ورسره بلد نه وي نو دلته په نندارتون کې خلک دغه محصول پیژني او ورته معرفي کیږي.
یو شمېر ګډونوال دغه راز ټینګار کوي چې باید ستونزو ته یې رسیدنه وشي څو د سېمې او نړۍ په نندارتونونو کې ګډون وکړي.
دوی وایي دمګړۍ د ګڼو هېوادونو د ویزې په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.
یو بل ګډونوال، مکرم وايي: له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د ویزو په اړه کار وکړي، موږ به اوس دلته توکي نندارې ته کېږدو خو بیا ګرانه ده چې دلته راشو، د نورو هېوادونو لپاره هم باید موږ ته اسانتیاوې برابرې شي. داسې نندارتونونه هم که جوړ شي، زموږ په ګټه به وي.
ګډونوال، عبدالنصیر رښتیا وايي: افغان حکومت دې داسې نور نندارتونونه هم جوړ کړي څو موږ خپل تولیدات لا زیات نندارې ته کېږدو او بیا دغو هېوادونو ته صادرات ولرو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ ګډ نندارتونونه جوړ شوي او هڅه کیږي په نږدې راتلونکي هم د کابل او مسکو ترمنځ هم یو ګډ نندارتون جوړ شي.