د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د شنبې په ورځ له ازبیکستانه تر راستنېدو وروسته، د ازبیکستان په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد د تولیداتو د ۷۵ سلنه پلور څخه خبر ورکړ.
ښاغلي غزیزي د ۱۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د افغان او ازبیکستان د سوداګرو ترمنځ د بېلابېلو تړونونو ته له نغوتې سره ویلي چې، له ازبیکستاني چارواکو سره په کتنو کې پر ترجیحي سوداګرۍ او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ په ۱۷ سکټورونو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دي.
په دغه نندارتون کې۲۵۰ تنو سوداګرو او صنعتکارانو د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
نورالدین عزیزي خبریالانو ته وویل:«له سل مېلیون ډالرو زیات تړونونه وشول او د ازبیکستان د جهموریت لومړي وزیر ژمنه وکړه او وې ویل چې، موږ د افغانستان له ټراورټن او مرمر ډبرو استفاده کوو. زموږ له ډېریو صنعتي تولیداتو چې دننه په ازبیکستان کې ورته اړتیا وي، موږ ورته لومړیتوب ورکوو.»
ښاغلي عزيزي دغهراز وایي چې، له ازبیکستاني چارواکو سره يې د افغان –ټرانس رېل پټلۍ د پروژې د پلي کېدو او د ترمز-مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د رېل پټلۍ غځېدو په برخه کې د همکاريو د پراختيا په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د وسپنې او تېلو پر کانونو او کرنې سکټور د ازبیکستاني سوداګرو پانګونه هغه برخې دي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکیستاني چارواکو سره مطرح کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست په دې هکله زیاته کړه:«د رېل پټلۍ موضوع ده چې د مزارشریف له لارې، هرات او کندهار ته دا زموږ تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه چې موږ پرې بحث کړی او هوکړې ته رسېدلي یو. موږ له خپل لوري هغه نقشه او پلان چې، له پخوا پر دغه رېل پټلۍ لپاره جوړ شوی و، ورسره شریک کړ او د الله په هیله یقین لرو چې دغه پروګرام به ډېر ژر پېل شي.»
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان هم څرګندوي:«په دغه نندارتون کې له نېکه مرغه زموږ کورني محصولات د ازبیکستان شرکتونو له هرکلي سره مخ شول او زموږ له صنعتکارانو او بېلابېلو سکټورونو سره یې په لسګونه تړونونه لاسلیک شوي چې، دا له افغانستانه ازبیکستان ته د صادراتو لپاره رامنځته شوې زمینه ده.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړېدل، د ویزې د اسانتیاوو رامنځته کېدل، بانکي راکړې ورکړې او د حيرتان په سوداګريز بندر کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د محدوديتونو لېرې کېدل او له ازبیکستانه د برېښنا د وارداتو په ګډون د ګډو همکاریو پراختیا هغه مسایل دي چې، د اسلامي امارت د پلاوي او د ازبیکستان د چارواکو ترمنځ پرې خبرې او هوکړې شوې دي.