Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه ترکي شرکت جوزجان کې د ګازو د دوو څاګانو د کیندلو قرارداد ترلاسه کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د جوزجان په یتیم طاق سیمه کې د ګازو د دوو څاګانو کیندلو قرارداد یوه ترکي شرکت ته ورکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، شهاب الدین دلاور وايي، دغه شرکت به راتلونکي کال کې د ۷،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت دوه څاګانې وکیندي.

هغه زیاته کړه: « له دغه کانه به هره ورځ ۱۰۰ زره مټره مکعبه ګاز استخراج شي او هر ۱۰۰۰ مټره مکعبه ګاز ۲۰۰ ډالر پلورل کیږي.»

شهاب الدین دلاور دغه راز وایي، نږدي راتلونکي کې به د هېواد نورو سیمو کې هم د ګازو قراردادونو سترو شرکتونو ته ورکړل شي چې په خبره یې، د دغو کانونو په استخراج سره به افغانستان د نفتو تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې راشي. 

ښاغلي دلاور زیاته کړه: « انشاالله د ۴زره کیلومټره سیمې هوکړه به لاسلیک کړو چې یو میلیارد ډالر پانګونه به پکې وشي. هیله لرو چې افغانستان له دې سره ځان بساینې ته ورسیږي.»

قراداد ترلاسه کوونکي شرکت مسوول، قدیر قره‌کوچ وایي، جوزجان کې به د دغو څاګانو کیندلو لپاره شل انجینران راوغواړي او زیاتوي چې سیمه کې به هم لسګونه تنو ته کاري زمینه برابره شي. 

قدیر قره‌کوچ و ویل: « د دغې څاه د کیندلو لپاره شل انجینران له ترکیې افغانستان ته راغواړو او د افغانستانه به هم په کاري بهیر کې له ۴۰ تر ۵۰ کسانو ته کاري زمینه برابره کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان هم و ویل: « فعالې څاګانې لرو او استخراج هم ترې دوام لري چې د شبرغان له بېلابېلو څاګانو شاوخوا ۶۰۰زره مټره مکعبه ګاز ترلاسه کیږي. د دوو نویو څاګانو سره به د ګازو ورځنی استخراج یو میلیون مټر مکعبو ته ورسیږي.»

له دې هم مهاله د امو سیند حوزې په قشقري بلاک کې د کورنیو شرکتونو له لوري د څو کوچنیو پروژو د چارو پرانیسته هم ترسره شوه.

شریک یي کړئ