Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د پنځه کلنې طرحې وروستي کېدل

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کوکنار د بدیل کښت په تړاو د پنځه کلنې طرحې د وروستي کېدو لپاره د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویاند په وینا، د بدیل معیشت د پنځه کلنې طرحه د کرنې وزارت له لوري د اسلامي امارت د رهبر د فرمان لمخې د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او مخدره توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزګرانو ته د ارزښت لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوی دی.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین وايي: د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ټولو هېوادوالو، نړۍوالو مرستندویه ټولنو او همکارو موسسو باندې غږ کوي چې له کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې تل همکاري وکړي.

یو شمېر هغه کروندګر چې په هېواد کې یي د کوکنارو د کرکېلې د منعه کېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د فرمان له صادرېدو مخکې د کوکنارو د کرکېلې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کولې اوس وایي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

کروندګر، جمعه گل طلوع نیوز ته و ویل: تر اوسه موږ ته هیڅ هم نه دي راکړای شوي، له غنم پرته نور هیڅ هم نشته او تریاک بند شوي دي.

یوه بل کروندګر، بریالي هم په دې اړه و  ویل: له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته د کوکنارو په بدل کې د زعفرانو د تخم مرسته وکړي او یا داسې نور څه وي چې موږ پرې د کورنۍ اړتیا پوره کړو.

بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې پر وېش، د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره په هېواد کې دننه او بهر د معیاري بازارونو  پر جوړېدو، د ګمرکي تعرفو پر کمېدو او کروندګرو ته د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو د بدیل کښت پر برابرېدو ټینګار کوي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده وايي: د کوکنارو په بدل کې باید له اینجو کار واخیستل شي، زموږ زعفران په نړۍ کې لومړنی ځای لري هغه باید وکرل شي، یا نور ښه ښه بوټي وي. بل ورته ښه مارکیټ برابر شي، د پاکستان او هند مارکیټونه چې له دغو هېوادونو له لارې موږ نورو هېوادونو ته هم صادرات وکړای شو.

د دوحې درېیمه غونډه تیره اوونۍ ترسره شوه، د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ، له نشه یي توکو سره مبارزه او د هیواد د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرېدل هغه مهم مسایل وو، چې په دې غونډه کې ملګرو ملتونو، د اسلامي امارت پلاوي او د ګډونوالو هېادونو استازو پرې ټينګار وکړ.

هغه کروندګر چې د کوکنارو د کرکېلې د منعه کېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د فرمان له صادرېدو مخکې یې د کوکنارو د کرکېلې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کولې اوس وایي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ