Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا برادر: دا مهال له ۱۳ ولایتونو صادرات لرو

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د صادراتي محصولاتو د پروسس د شپږ زونونو جوړولو ته په اشارې ویلي، دا مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي.

ملا عبدالغني برادر چې د صادراتو د ملي ورځې نمانځلو او د ۱۴۰۲ کال د غوره صادرونکو د ستایني په مراسمو کې خبرې کولې، زیاته کړه چې اسلامي امارت د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګریزو تعرفو د ښو کولو په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کوي.
 
د ملا برادر په خبره، اسلامي امارت د صادراتو د کیفیت ښه کېدو په موخه د هېواد د بندرونو معیاري کولو په اړه له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره خبرې کوي.

هغه زیاته کړه: « سوداګرو ته زېری ورکوم چې د اسلامي امارت د رهبر د حکم لمخې، د کابل په ګډون په شپږو ولایتونو کې په نړۍوال معیار برابر د پروسس زونونه جوړیږي.»

دغو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او توازن په موخه د پنځه کلن پلان د عملي کېدو خبر ورکړ. 

نورالدین عزیزي و ویل: « د ۷۰ تر ۸۰ منځ کې دي، الحمدالله زموږ صادرات دوام لري، که څه هم ځینو پروګرامونو کې بندیزونه شته خو مرکزي بانک او زموږ خصوصي سکټور وکولای شول د ټي ټي او ټرانزیکشن بیه له یوه ډلره را ټیټه کړي.»

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، عطاالله عمري هم و ویل:« زموږ متخصصین چین، روسیې او بېلابېلو هېوادونو کې د ساینس، فن او ځینو نورو برخو کې پر زده کړو بوخت دي، څو وکولای شو دلته د مالدارۍ وړتیا لوړه کړو.»

ورته مهال، د پانګونې او سوداګرۍ او صنایعو او کانونو خونې هېواد کې د سوداګرو او صنعت کارانو پر ملاتړ ټینګار کوي. 

د دغو خونو مسوولین وایي، د اقتصادي پراختیا او صادراتو د زیاتوالي لپاره باید نړۍوال بازارونه رامنځته شي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: « دغه برخه کې باید د بهرنیو چارو وزارت موږ سره همکاري وکړي، د سوداګرۍ وزارت هم باید موږ سره همکاري وکړي څو هغو سیمو کې موږ سیمینار دایر کړو.»

د صنایعو او کانونو خونې رییس، شیرباز کمی زاده هم و ویل: « که ته ۸ میلیارده واردات او ۲ میلیارده صادرات ولری، دا ډول نه چلیږي، دا حقیقت دی چې موږ یې باید خپلو مشرانو ته ورسوو.»

د يادونې وړ ده، چې د صادراتو د ملي ورځې نمانځنې په پاى کې د تازه او وچې مېوې، سبزيجاتو، غالیو، کانونو او زعفرانو په ګډون د اوولسو سکټورونو صادروونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

شریک یي کړئ