د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې، تر راروانې یوې اوونۍ د دولتي او نړۍوالو بنسټونو په ګډون په کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړوي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي طلوعنیوز ته وايي چې، دغه کنفرانس به په هېواد کې د بېکارۍ د راکمېدو او د کار د پیدا کېدو په موخه جوړ شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند زیاته کړه:«دا کنفرانس تر ډېره په پالیسو او سټراټېژیو باندې به راڅرخي او هڅه کوي چې، داسې پالیسۍ او سټراټېژۍ په اداراتو کې او همدارنګه په خصوصي سکټور کې پیاده شي چې، له هغې سره پانګوالو لپاره لازم سهولتونه رامنځته شي او ترڅنګ یې دغه پالیسۍ او سټراټېژۍ اشتغالزا واوسېږي چې، څنګه کولای شو په هغو برخو کې زیاته کارموندنه ترسره شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوی غړی خان جان الکوزی هم څرګندوي:«موږ د کارګرانو حقونه په پام کې نیسو او د اسلامي امارت له لوري ټول هغه قوانین چې د کار او ټولنیزو چارو په برخه کې دي، له بیمې نیولې د کارګر تر روغتیايي مسایلو، ټول په پام کې نیول شوي دي.»
ايا د کار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا د کار ملي کنفرانس به په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د کمولو په برخه کې شته ننګونې حل کړي؟
د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د خصوصي سکټور له حرکاتو او همدارنګه بهرنۍ پانګونې او د نړۍوالو بنسټونو له مرستو پرته، ستونزمنه ده چې، کار دې رامنځته شي.»
عثمان هغه ځوان دی چې، د خپل عمر څو کاله یې د کمپیوټرساینس په څانګه کې پر زده کړ تېر کړي څو خپلو هیلو ته ورسېږي. دی د کار د نشتوالي له امله اړ شوی څو په دغې هټۍ کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه خیاطي وکړي.
د کابل اوسېدونکی عثمان څرګندوي:«په دولتي ارګانونو کې موې عریضه ورکړه؛ خو دنده مې ترلاسه نهشوای کړی، بالاخره د خیاطۍ دغې هټۍ ته راغلم.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر یا اوچا په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې ۲۳٫۷ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري او مرستندوی بنسټونه هڅه کوي چې ۱۷ مېلیونه کسانو ته رسېدنه وکړي. او چا سږکال له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره له مرستندویو هېوادونو د ۳٫۰۶ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.