Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لمریزې برېښنا د تولید د ۳ پروژو هوکړې لاسلیک شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د شاوخوا ۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د لمريزې برېښنا د تولید د درېیو پروژو هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړل. 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې دغه وزارت له کورنیو سرچینو د ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړې له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل:موږ په افغانستان کې درې سوه میګاواټه د برېښنا تولید لرو. نغلو، ماهیپر، کجکی او د بېلګې په توګه کومې نورې شبکې چې فعالې دي، درې سوه میګاواټه برېښنا تولیدوي، د ظاهر شاه له حکومت راهیسې هماغسې دي. خو اسلامي امارت اوس د څلور سوه میګاواټه تړونونو ته چمتو یو.

عبداللطیف منصور د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وايي چې په دغه تړون کې له لمریزو سرچینو څخه د ۸ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت سره درې پروژې شاملې دي او ټاکل شوې په ارزګان، پکتیکا او فراه ولایتونو کې عملي او څه باندې ۵ زره کورنۍ یې له تولید شوې برېښنا څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي منصور په دې اړه و ویل: نو نن د ۲۵ میلیون ډالرو په لګښت د درې پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کیږي او ډير ژر به یې دغه تړون منظور شي.

په ورته مهال د دغو دریو پروژو د قراردادي شرکت مرستیال په ټاکلي وخت د لاسلیک شویو پروژو د عملي کیدو ژمنه کوي او له کورنیو او بهرنیو پانګه والو غواړي چې په افغانستان کې د برېښنا د انرژۍ په تولید کې هڅه وکړي.

د قراردادي شرکت مسوول، نورالله څرګنده کړه: که برېښنا وي نو انسان هر ډول ټکنالوژۍ ته لاسرسی درلودای شي. نو موږ پیل کړی او ستاسې په همکاریو او د مشرانو په همکاریو، نو موږ به هڅه کوو چې ژبه مو کړې او دا کار به پر وخت او له تړون سره سم پایته ورسوو.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په نږدې راتلونکي کې د پلازمینې د برېښنا د پرچاویو د کمولو په موخه د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا له تولیده هم خبر ورکوي.

شریک یي کړئ