Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قزاقستان په غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی قزاقستان ته تللی او د ټرانزیټ دهلیز د جوړولو او له شمال څخه سویل ته د سوداګرۍ تر عنوان لاندې غونډه کې یې ګډون کړی.

دغه غونډه د شمال او سویل د لیږد را لیږد دهلیز د جوړولو په موخه چې بلاروس، روسیه، قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان سره نښلوي جوړه شوې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل: «په قزاقستان کې پنځه اړخیزه، ټرانزیټي او ټرانسپورټي غونډه جوړه شوه، سبا به هم دوام لري. د اسلامي امارت پلاوي په دغه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته سفر کړی دی.»

د صنایعو او کانونه خونه وایي چې د ټرانزیټي او سوداګریز دهلیز جوړول چې وکړای شي شمال له سویل سره ونښلوي د سېمې له هېوادونو سره د توکو د لیږد د لګښت په کموالي او سوداګرۍ په وده او پراختیا کې هم اغیزناک دی.

د صنایعو او کانونو خونو لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: «د سیمي له هېوادونو او په ځانګړې توګه له قزاقستان سره د هوايي سوداګریز او ټرانزیټي دهلیزونه رامنځته کول له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره ډېر ارزښت لري. دا به موږ له روسیې او نورو هېوادونو سره ونښلوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر زیاته کړه: «افغانستان د خپل حساس موقعیت په درلودلو سره، د منځنۍ اسیا هېوادونه له سویلي اسیا سره نښلوي. نو د سوداګریزو پلاو خبرې په دې برخه کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته کولای شي.»

افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې مهم رول لري.

تر دې وړاندې د افغان - ټرانس پروژې د چارو د پیل په تړاو هم چې د ازبېکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه پروژه ده د یادو هېوادونو د استازو له لوري ورباندې هوکړه شوې وه خو د دغې پروژې چارې تر اوسه په عملي بڼه نه دي پیل شوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل په قزاقستان کې پنځه اړخیزه، ټرانزیټي او ټرانسپورټي غونډه جوړه شوه، چي سبا به هم دوام لري.

شریک یي کړئ