Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان د غوري سمنټو د تولید کچه به ۲۰۰ زره ټنو ته لوړه شي

د بغلان د غوري سمنټو کارخونې د تولید کچه لوړه شوې ده.

مسوولین وایي، تېر کال د دغې کارخونې تولید ۱۸۰ زره ټنه وو؛ خو د روان کال په اوږدو کې به دغه کچه ۲۰۰ زره ټُنو ته لوړه شي.

د بغلان غوري سیمټو کارخونې تخنیکي مرستیال، سرباز بنوزی وايي: «په ټوله کې د تېر کال تولیدات ۱۸۰ زره ټنه وو او سږ کال موږ ۲۰۰ زره ټنه پلان لرو، ان شاالله د دغه پلان پر بنسټ به زموږ تولیدات لا زیات شي.»

د دې کارخونې تخنیکي مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د دې کارخونې ترڅنګ د یوې نوې دستګاه په نصبولو سره به، په ۲۴ ساعتونو کې د تولید کچه ۴ زره ټنو ته لوړه شي.

د بغلان غوري سیمټو کارخونې تخنیکي مرستیال، سرباز بنوزی و ویل: «له نېکه مرغه ملي پراختیايي شرکت یې په پام کې لري او ډېر تخنیکي کارونه یې مخ ته هم تللي دي، چې د وچولو دستګاه هم د سمنټو د فابرېکې ترڅنګ ولګوي او د ورځې به تر څلور زرو ټنو تولیدات ولري، لګښت به یې ملي پراختیايي شرکت ورکوي.»

په همدې حال، یو شمېر کارګران چې په دې کارخونه کې په کار بوخت دي، هېواد کې د وزګارۍ کچې کابو کولو په پار د لا زیاتو تولیدي کارخونو د فعالېدو غوښتنه کوي.

کارګر، ملکیار ملکزاده و ویل:«له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې دا ډول نورې فابریکې هم جوړې کړي، څو زموږ وزګار ځوانان په کار شي.»

یو بل کارګر، شیر محمد زیاته کړه:«الحمدالله له کله چې اسلامي امارت راغلی، د تولیداتو کچه لوړه شوې، داشونه چالان دي او که همدا ډول نورې فابریکې هم جوړې شي، ټولو ځوانانو ته کار پیدا کیږي.»

د معلوماتو پر بنسټ، د غوري سیمټو لومړۍ کارخونه چې په ۲۴ ساعتونو کې یې د ۴۰۰ ټنو سیمټو د تولید ظرفیت درلود، په کال ۱۳۴۱ لمریز کال کې د پخواني چکسلواکیا متخصصینو په مرسته فعاله شوه او تر دې دمه یې سیمټ له ځانګړي شهرت برخمن دي.

شریک یي کړئ