د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان پر کانونو پانګونو ته د ترکي او قرغیزستاني پانګوالو له لېوالتیا خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د یادو هېوادونو پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په جلا جلا کتنو کې ویلي، په پام کې لري چې، د افغانستان د سرو زرو، مرمرو، رُخام، انتیموني او نفت پر کانونو پانګونې وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: خپله لېوالتیا یې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه ښودلې ده، په ځانګړې توګه په نفتو، ګازو او داسې نورو کانونو کې.
د کانونو او صنایعو خونه په هېواد کې د کانونو په معیاري کولو او د کانونو د پروسس د فابریکو پر جوړېدو ټینګار کوي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه و ویل: موږ هغه مهال د کانونو په برخه کې پر ځان بسیاینې او پایېدونکې کارموندنې ته رسیږو چې د افغانستان کانونو په قانوني او میکانیزه ډول استخراج شي او دننه په هېواد کې پروسس شي.
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د کانونو په برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټوره ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالفغار نظامي و ویل: د افغانستان ځمکني ذخایر په نړۍ کې ښه شهرت لري، ډېره ښه ده چې له دغه فرصته ګټه پورته شي او بهرني پانګوال هېواد ته راوبلل شي او په دغه برخه کې پانګونه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته قطر، چین، ترکیې، ایران، جرمني، بریتانیا، هند او ترکمنستان د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده او یو شمېر دغو هېوادونو په افغانستان کې په عملي توګه هم پانګونه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه