Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک کان د عملي چارو پيل

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د مس عینک کان کار له پنځلس کلن ځنډ وروسته له سره پیلېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه کان عملي کار د روانې اوونۍ تر پایه به پیل شي.

ښاغلي افغان د دغه عملي کار د څرنګوالي په تړاو جزییات نه‌دي ورکړي.

هغه په خبرپاڼه کې ویلي:«چې، تړوني کمپنۍ مکلف کړل شوې دي چې، د وروستي او سل سلنه پروسس تر څنګ د ٢٠٠٨ زیږدیز کال له ژمنو سره سم، بې له کوم خنډ او ځنډه د نړۍ په کچه د مسو دې ستر کان چارې به د روانې اوونۍ په پای کې عملاً پیل کړي.»

له دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت اټکل کړی و چې د مس عینک په کان کې د مسو د زېرمې کچه، څه باندې ۱۱ مېلیون ټنو ته رسېږي.

د صنایعو او کانونو خونې هم ویلي چې د دغه کان د استخراج له عملي کېدو سره، د زرګونو تنو لپاره د کار زمینه برابرېږي.

د مس عینک کان د کابل سوېل ختیځ ۴۰ کیلومټرۍ کې د لوګر په بې‌حاصلې سیمه کې موقعیت لري، دغه کان په نړۍ کې د مس تر ټولو ستر کان دی او د افغانستان د یوه طبیعي پانګې د سرچینې په توګه شمېرل کېږي.

د مس عینک کان تړون د ام‌سي‌سي چینايي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ خو د هغه استخراج چارې د بېلابېلو دلیلونو له هغې ډلې په دغې سیمه کې د لرغونو اثارو د کشف له امله د تېر حکومت پر مهال بشپړ نه‌شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه