د ټولګټو وزارت د سالنګ لویې لارې لپاره د دوو بدیل سړکونو له جوړولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت سرپرست په سالنګ کې د نوي جوړ شوي سړک د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې سږ کال به موټر ونه درول شي او موټر چلوونکي کولى شي له دغو دوو لارو په سویلي سالنګ او شمالي سالنګ کې ګټه واخلي.
د ټولګټو وزارت سرپرست، محمد عیسی ثاني و ویل: د سالنګ لپاره موږ دوه بدیلې لارې جوړې کړي، چې یوه د شمالي سالنګ ده او بله د سویلي سالنګ ده. سږ کال به ان شالله موټرې په هیڅ وخت کې بندې نه شي. کوچنۍ موټرې به هم ځي او مزده ډول او نور ډولونه موټرې به هم ترې ځي.
د کابل او شمالي ولايتونو يو شمېر موټر چلوونکي د خاواک لارې په پرتله د سالنګ لویې لارې د بدیلې فرعي لارې جوړېدل غوره ګڼي.
موټر چلوونکي له چارواکو غواړي چې د سالنګ د لويې لارې د بيارغونې چارې چټکې کړي.
موټر چلوونکی، شمس الرحمان ساپی وايي: دا سهولیت شو چې لنډه لار شوه، د پنجشیر پر لار خلک ډير په تکلیف کېدل، موټر نسکوریده، ډیر تلفات به یې درلودل.
یو بل موټر چلوونکی، اجمل احمدزی هم وايي: باید هڅه وکړي چې سالنګ خوشې کړي، سمه ده چې اوس ستونزې حل کیږي، خو ډیر خلک له دې ستونزې سره مخ دي ځکه لار یې یو طرفه ده.
د ټولګټو وزارت د ټاکل شوي مهالویش له مخې، کوچني مسافر وړونکي موټر کولای شي د ورځې لخوا له دواړو لورو تګ راتګ وکړي او بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر کولای شي د شپې لخوا په نوبت سره تګ راتګ وکړي.
آیا دا بدیلې فرعې لارې کولای شي، د هغو سوداګریزو او ټرانزیټي موټرو د راتګ راتګ ستونزه حل کړي چې د سالنګ پر لاره تګ راتګ کوي؟
د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: پخوا د سالنګ له لارې د توکو د لېږد لپاره بدیله لار نه وه موجود، نو اوس چې دغه کار پیل شوی دا توکو د لېږد په برخه کې ډیر ګټور تمامیږي. هیله ده چې دغه پروسه ګړندۍ شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی،خانجان الکوزی څرګنده کړه: یو بل تونل باید له یکو لنګ او شاوخوا سیمې را و ایستل شي. چې تګ راتګ هم پکې کیږي. خو ډیره باید سخته لار نه وي ځکه موږ امکانات نه لرو او هلته هوا هم یخه وي.
د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې په ۱۴۰۲لمریز کال کې د ټولګټو وزارت لخوا پیل شوې او په همدې کال کې د لوی تونل د منځ، د شپاړسمې ګالرۍ او د لویې لارې د دریمې برخې چې پنځه کیلومتره مساحت لري، د کانکریټ کولو چارې بشپړې شوې.
د ټولګټو وزارت په دې وروستیو کې د دغې لویې لارې د نورو برخو د بیارغونې د چارو د بېرته پیلېدو خبر ورکړل دی.