Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بې‌کارۍ سره د مبارزې په موخه د «کار ملي کنفرانس» د لومړنۍ غونډې پیل

د کار لومړنی ملي کنفرانس، د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو، د خصوصي سکټور، نړۍوالو بنسټونو او د پوهنتون استادانو په ګډون نن (سې‌‌شنبې، د زمري پر دویمه) کابل کې پیل شو.
 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې، دغه کنفرانس یې جوړ کړی ویلي، د کار د ملي کنفرانس له جوړېدو موخه له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سره مبارزه او د هېواد په کچه کارموندنه ده.

ځينو سرپرست وزیرانو هم د کاري زمینې د برابرولو او له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د حکومتي ادارو ترمنځ د ډېرې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره خپل پروګرامونه څرګند کړل.
 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وايي چې، اوس‌مهال د اسلامي امارت په ادارو کې له یو مېلیون زیات کسان پر کار بوخت دي.

ښاغلي عمري وویل:«سره له دې چې پر افغانستان ظالمانه او بې‌مفهومه مالي بندیزونه لګېدلي دي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت د بې‌کارۍ د پدیدې پر وړاندې مبارزه له خپلو مهمو مسوولیتونو او لومړیتونو څخه بللې او بولي.»

په کابل کې د کار د نړۍوال سازمان استازی رامین بهزاد وايي:«موږ د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په همکارۍ د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ودې او د دغه سکټور د لا زیات ملاتړ لپاره هڅې کړې دي او د دغو هڅو په پایله کې په تېرو دوو کلونو کې پر دې توانېدلي یو چې، د یو مېلیون کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړو.»

بل پلو، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار کوي چې، د اسلامي امارت تګلاره اقتصاد محوره ده او دوی  د ګاونډ، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا تګلاره تعقیبوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې هکله وویل:«له اقتصادي بندیزونو او مالي زېرمو له کنګېدو سره سره، له فتحې وروسته، په مثمره او دوامداره توګه هڅه کړې چې، د بې‌کارۍ معلول ټول پورته شوي عواملو ته د حل لار پیدا کړي او پاملرنه ورته وکړي.»
 
د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور هم واي:«ځينو وختونو کې خو حکومتونه، ځینې اقدامات ترسره کوي چې، هغه یوه نمایشي بڼه لري، او یا یو فرمایشي حیثیت لري، په واقعیت باندې نه‌وي بنا، یوازې د خلکو د غولونې په خاطر وي؛ خو اسلامي امارت، خو اسلامي امارت چې کوم ګاموته پورته کړي دي هغه واقعي دي.» 

بلخوا، د بهرنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، اقتصاد، لوړو زده‌کړو وزارتونه او دغه‌راز د سوداګرۍ او پانګونې خونه د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ د کمولو او د کار د پیدا کولو په برخه کې خپلې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کوي.

په دې غونډه کې نورالدين عزيزي ټينګار وکړ، چې په هېواد کې څه باندې پنځه سوه زر کسانو ته د کار د زمینې د برابرولو لپاره پنځه کلن پلان په پام کې لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې هکله وویل:«د یادو شویو پروګرامونو د تطبیق په صورت کې، د صنعت او سوداګرۍ وارت په راتلونکو پنځو کلونو کې د خصوصي سکټور په مرسته د څه باندې ۵۰۰ زره کسانو ته به کار پيدا کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري وویل:«اوس مهال، د کانونو په سکټور کې ۴۰ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. او موږ پوره کوښښ کوو چې، داخلي او خارجي پانګوال ته د پانګونې زمینه برابره کړو.»

د کار ملي کنفرانس دوه ورځنۍ دی چې، په دغو دوو ورځو کې امارتي ادارې، خصوصي سکټور، نړۍوال سازمانونه او د پوهنتونونو استادان د بې‌کارۍ لاملونه څېړي او په هېواد کې د بې‌وزلۍ د کمولو او د کار موندلو لپاره عملي حل لارې وړاندې کوي.

شریک یي کړئ