Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین کې نړۍوال نندارتون؛ د کابل او بېجینګ ترمنځ د سوداګرۍ د ودې فرصت

په چين کې د ٢٨ نړيوال نندارتون د پرانيستلو په لومړۍ ورځ يو شمېر ګډونوال وايي چې دغه نندارتون د کابل او بېجينګ ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په زياتولو کې مهم رول لوبوي.

په چین کې د افغان سوداګرو په ګډون سره ۲۸ نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې چې افغان سوداګرو هم خپل محصولات په ۴۱ غرفو کې نندارې ته ایښي په دې ډول نندارتونونو کې د خپل حضور په تړاو خوښي څرګندوي.

دوی وایي چې د کورنیو محصولاتو د معرفي او بازارموندنې لپاره په نړیوالو نندارتونونو کې د سوداګرو ګډون ګټور دی.

ګډونوال، محبوب الله محمدي و ویل: «دا نندارتون د سوداګرۍ د ودې، د اړیکو د پراختیا او د چین په بازارونو کې د اقتصادي فعالیتونو د ودې لامل کیږي.»

یو بل ګډونوال، محمد حنیف هم و ویل: «موږ ډير امکانات لرو چې چین ته واردات وکړو او زموږ سوداګر زیات شي، بل دا چې دا ستر نړۍوال نندارتون چې هر کال په چین کې جوړیږي او د نړۍ له ګڼو هېوادونو پکې شرکتونه برخه اخلي.»

چین د نړۍ له غوره اقتصاد لرونکو هېوادونو دی، چې له هغه سره د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای ي د هېواد پر اقتصاد مثبت اغیز ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وایي د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د ۳۰۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې ۷ میلیونه ډالر یې صادرات تشکیلوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخند زاده عبدالسلام جواد وايي: «چین ته زموږ ډیری سوداګریز توکي؛ توره جلغوزه، زرد الو او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي او وارداتي توکي هم بیا کتان، سولر، الکټرونیکي وسایل او بیلابیل ډوله مبایلونه دي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وورسته چین هغه هېواد دی چې له افغانستان سره یې خپلو اړیکو ته دوام ورکړ او په دې موده کې یې د هېواد د کانونو په بیلابیلو برخو کې شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ