د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ټاپي پروژې د کار له پیل په موخه ټول چمتووالی نیول شوی دی.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ټینګار کوي چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او هغه ننګونې چې د ټاپي پروژې د لارې په اوږدو کې د ځمکې د استملاک په برخه کې وې حل شوي او د سیمې هېوادونه باید په دې پروژه کار پیل کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل: «دا یوه له سترو پروژو ده. په افغانستان کې ډېرې ستونزې شته، امنیتي، تخنیکي او د ځمکې استملاک ستونزې له سترو ننګونو څخه دي، چې تر اوسه یې ډېرې ستونزې حل شوې او وړې ستونزې پاتې دي، چې انشاالله ډېر ژر به حل شي.
اخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، د ترکمنستان د کابینې د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو پلاوی اسلام اباد ته تللی او د دغه هېواد د نفتو له فدرالي وزیر سره یې په کتنه کې د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا په اړه هوکړه کړې ده. په دغه کتنه کې پاکستاني او ترکمنستاني چارواکو د ټاپي پروژې د انرژۍ د لګښتونو په کمولو، د کارموندنې او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې د پاکستان پټرولیم مهم بللي.
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي طلوع نیوز ته و ویل: د ټاپي پروژه یوه لویه سیمه ییزه پروژه ده چې د ګازو د رسولو په برخه کې به د څلورو هېوادونو ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګټې حل کړي. خو تر څو چې د پاکستان او هند ترمنځ ستونزې هوارې نه شي، زه فکر نه کوم چې د دې پروژې عملي کېدل به ممکن وي.»
خو د دغې پروژې پر وړاندې خنډونه چیرته دي؟
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي و ويل: "د دې پروژې د پيل اساسي ستونزه د بوديجې ستونزه ده او بايد د بوديجې د تمويل په برخه کې کار وشي."
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د مس عینک پروژې د سړک جوړولو چارې پیل شوې او تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار هم پیل شي.
په دې اړه مو اندونه