اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې چې تازه رسنیو ته په لاس ورغلی په افغانستان کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نادولتي مرستندویه بنسټونو غوښتي څو د بشري مرستو پر ځای له پراختیايي برخو سره مرستې وکړي.
دغه مکتوب چې کابو یوه میاشت وړاندې (۴۱۰۳ د غبرګولي پر ۱۵مه) صادر شوی دی، له مرستندویه بنسټونو غوښتي څو د مرستو رسولو پر مهال توازن، شفافیت، د خلکو رضایت او د اسلامي امارت قوانین په پام کې ونیسي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: « موږ د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ځینو نورو بنسټنون غواړو څو له بشردوستانه مرستو، پراختیایي برخو ته د خپلو پروژو د برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي او دغه پروژې په وروسته پاتې سیمو کې په لاره واچوي.»
په دغه مکتبوب کې د ځینو هوکړه لیکونو په لاسلیک کې د ځنډ لامل لوړاداري لګښتونه بلل شوي او د ټولو نادولتي موسسو له کارکوونکو غوښتل شوي څو د کار جوازونه واخلي.
د چارو ځینې شنونکي هم باور لري چې هېواد کې به د بشري مرستو پر ځای له بنسټیزو برخو سره مرستې اغېزناکې وي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وایي: « هر هېواد د خپلو ملي ګټو په رڼا کې تګلارې جوړوي او خپلې چارې مخته وړي. تاسو تېرو شلو کلونو او اوس کې ولیدل چې مرستندویه بنسټونو ونشو کولای خلکو ته په رڼه توګه مرستې ورسوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر هم و ویل: « بشري مرستې کولای شي یوه درملنه اوسي خو حل لاره نه ده. د زوال په اقتصاد باندې د تمرکز سربیره چې د خلکو د پېر ځواک زیاتوي، موږ باید په تولیدي اقتصاد باندې هم ټینګار وکړو او هغه زېربناو ته وده ورکړو چې په اوږد مهاله پایله لري.»
د اقتصاد وزارت بیا بیا په هېواد کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او د امریکا له لوري یې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې.
په دې اړه مو اندونه