Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلور بازار پر نشتوالي د متشبثو ښځو اندېښنه

په کابل کې یو شمېر متشبثې ښځې د خپلو تولیداتو لپاره د بازار له نشتوالي او همداراز د اومه موادو کمښت ته اندېښمنې دي.

دوی له اسلامي امارت او همداراز مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتونکې دي.

متشبثه ښځه، فرشته هاشمي په دې اړه وايي: د ښځو پر وړاندې ننګونې خو ډېرې زیاتې دي، همدا چې اومه مواد نه لري، له مرستندویانو سره اړیکې نه لري. که څوک اړیکې پیدا کوي هم ډېره کمه بودجه ورکوي چې د ځای کرایه یې ان نه پوره کیږي.

یوې بلې متشبثې، اولیا هم په دې اړه طلوع‌نیوز ته و ویل: موږ ته ویل کیږي چې نندارتونونو ته راشئ خو زموږ اقتصاد کمزوری دی، د بېلګې په توګه ترکیې او نورو ځایونو کې موږ ته ویل کیږي چې راشئ خو موږ نه د موټر او نه د الوتکې کرایه لرو. موږ سره باید په دې برخه کې مرسته او همکاري وشي.

له دې سره هممهاله، د اقتصاد وزارت مرستیال د اسلامي ارزښتونو په اډانه کې د ښځینه متشبثینو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبدالطیف نظري و ویل: ښځې اوس مهال په خصوصي سکټور، شرکتونو او موسسو کې فعالیت لري. د افغانستان د قانون پر بنسټ، په سوداګریزې پراختیا او وده کې خپل رول لوبوي.

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د ښځینه متشبثینو پر ملاتړ ټینګار کوي او د هېواد د اقتصاد په وده کې د هغوی ونډه ګټوره بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: اړتیا ده چې ښځینه سوداګرو ته زمینه برابره شي. په ځانګړې توګه هغه ښځې چې تولید کوي، لکه په ولایتونو کې د غالیو اوبدل او داسې نور.. دوی ته باید زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي وو، چې تېر کال یې څه باندې  ۳۰ زره ښځو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه