د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته د څه باندې یو میلیون پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت ۱۷ زره ټنه غنم وارد شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، د غنمو ډېر واردات له پاکستان، ازبېکستان، تاجېکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: افغانستان له تاجېکستان، ازبېکستان، قزاقستان، هندوستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو غنم را واردوي چي په ۱۴۰۲ کال کې دغه کچه ۳۷۲ زره ټنه د ۲۰ اعشاریه شپږ میلیون ډالرو په کچه وه او د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱۷ زره ټنو په اندازه د یو اعشاریه شپږ میلیون ډالره وه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین هم و ویل: په ۱۴۰۳ کې کال د هېواد په کچه شاوخوا په ۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې له ۵ میلیون مټریک ټنو زیات حاصلات به ترې راټول شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۱۳ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی، خو په ځینو ولایتونو کې د غنمو حاصلات کم او په ځینو کې زیات شوي دي.
د بېلګې په توګه په مرکزي ولایت دايکنډي کې د غنمو حاصلات کم شوي، خو په شمالي ولايت فارياب کې د غنمو حاصلات زيات شوي دي.
فاریاب کې کروندګر وايي، حفیظ الله په دې اړه و ویل: سږ کال د غنمو حاصلات ډیر ښه وو. بارانونه هم وو خو بازار نشته، ښه بازار نه وي، که بازار نه وي، موږ حاصلات له لاسه ورکوو.
په ډایکنډي کې کروندګر، خان محمد هم و ویل: موږ ته له تېر کاله غنم نه دي پاتې او سږ کال چې مو کوم غنم ریبلي دي، درې یا څلور سوه منه غنمو ته رسیږي. اوبه هم ښې وي، غنم هم ښه و خو په وروستیو کې یې خپل تخم پوره نه کړ.
بل پلو، د کرنې او مالدارۍ خونه له سوداګرو او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د اوړو پر ځای غنم وارد کړي، څو په هېواد کې د ژرندو په برخه کې شوې پانګونه ضایع نه شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده له طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: غنم دې را وارد شي ځکه د اوړو په بدیل کې دا یو نیک کار دی، ځکه کومې ژرندې او میلونه چې اوس په افغانستان کې دي له نورو سره سیالي نه شي کولای او د اوړو تعرفې ډيرې راټيټې دي. کومو سوداګرو چې دلته پانګونې کړې دي، اوس یې سیلوګانې ولاړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان په کال کې ۶،۹ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کرکېلې او تولید ساحه پراخه کړي.
په دې اړه مو اندونه