Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو اړیکو له پراختیا خبر ورکوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دولتي ادارو د لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په لومړۍ ورځ نن (چهارشنبې) ویلي چې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان په سوداګیزو اړیکو او د پانګونې په جذب کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 د خپلو یو کلنو فعالتیونو په تړاو وايي چې دغه بنسټ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې او پراختیا لپاره ځینې پروګرامونه پلي کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو پر وینا، د کانونو، ټرانسپورټ او کرنې په برخو کې شاوخوا ۸۰۰ مېلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په دغه پروګرام کې ویلي چې، د یوه کال په موده کې په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو جوړېدل، د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق رامنځته کول، د ټرانزیت په برخه کې د اسانتیاوو برابرول، د صادراتي اسنادو د پړاوونو د ترسراوي د واحد چتر رامنځته کول، د جواز لیکونو د ښه وېش مدیریت، له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ټینګښت او پراختیا د دغه وزارت له مهمو ترسره کړو چارو ګڼي.
                
ښاغلي زاهد وویل:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اسلامي امارت اقتصاد چولیزه پالیسي خپل کاري لومړیتوب ګڼي او دغه وزارت د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ فعالیت کوي.» 

د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې، په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان سوداګرو ته یې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو خپلې شتمنۍ هېواد ته راولېږوي.

د پانګونې د هڅونې او ملاتړ رییس صبغت‌الله اخندزاده څرګندوي:«په افغانستان کې ډېره پانګونه پر کانونو شوې ده چې، ۵۰۶ مېلیارده افغانۍ ده. په همدې ډول د ټرانسپورټ په برخه کې ۱۱ اعشاریه ۵ مېلیارده افغانۍ او د کرنې په برخه کې ۱۱۷ مېلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.» 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې شاوخوا ۱۰۰ کارخونې جوړې شوي او څه باندې زرو صنعتي او تولیدي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي او د ماشین الاتو او خامو توکو د وارداتو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
         
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه:«په تېر کال کې په مرکز او ولایتونو کې په مستقیمه توګه ۶۴۶ زرو تنو ته د کارخونو د ملاتړو او توانمندۍ پروګرامونو، د غالیو د کارخونو، د کوچنیو او منځنیو تشثباتو له لارې او همدارنګه له موسسو سره د هوکړه‌لیکونو له لارې کاري فرصتونه برابر شوي دي.»

د پاکستان له لوري پر تازه میوو او سبزیجاتو د تعرفې زیاتېدل هم د سوداګرو له ستونزو ګڼل کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د پراختیا برخې رییس احسان‌الله فطرت وایي، هڅه کېږي چې پر دغو ستونزو له ډيپلوماټيکو لارو غور وشي.

ښاغلي فطرت په دې هکله زیاته کړه:«لکه‌څرنګه چې له ډپيلوماټیکو لارو خبرې وکړې، هغوی ځواب وکړ چې، دا په ټوله نړۍ کې ده. موږ له ای‌ام‌اېف څخه پوروړي یو او د ای‌ام‌اېف پالیسي دا ده چې، ټکسونه زیات شوي دي.»       

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه‌راز زیاتوي، چې پروسږکال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د لس مېلیارډ ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې، له دې منځه ۱٫۸ مېلیارد ډالره یې صادرات دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه