Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې تېره ورځ (پنجشنبه) ویلي، له دې وروسته د افغانستان هیڅ ډول موټر له لنډ مهالي جواز پرته پاکستان ته نشي اوښتلی.

خبرپاڼه کې راغلي، د ټرانزیټي او سوداګریزو توکو لېږدونکي موټر له دغې پرېکړې مستثنا دي. 

له دې سره هم مهاله ځينې افغان سوداګر پاکستان ته د خپلو صادراتي توکو پر بندښت اندېښنه څرګندوي او د دواړو هېوادونو له چارواکو غواړي څو دغه بهیر وغځوي. 

سوداګر، امید حیدري و ویل: « اوس مهال زموږ اصلي ستونزه د موټر چلولو د لنډمهالي جواز صادرول دي، چې افغان موټر چلوونکي دغه جواز له ۲۰ تر ۳۰ ورځو کې ترلاسه کوي او اوس زموږ د مېوو او سبزیو فصل دی او موږ ډېرو موټرو ته اړتیا لرو. هره ورځ ۲۰۰ موټر صادرات لرو او هغو موټرو چې جواز یې ترلاسه کړی، له زرو ډېر نه دي.»

یو بل سوداګر، محب الله ناصري هم و ویل: « هره ورځ ۲۰۰ موټر باریږي او دا ټول ویزې او پاسپورټ نه لري، اسلامي امارت باید دغه ستونزه حل کړي، کنه نو موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ شو.»

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه له پاکستان سره په سوداګرۍ کې د افغان سوداګرو لپاره پر اسانیتاو په ټینګار سره وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لنډمهالي جواز د وېش بهیر له پیله تر دې دمه ۱۴۰۰ افغان او ۱۰۰۰ پاکستانيو موټر چلوونکو دغه جواز ترلاسه کړی دی. 

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس، خانجان الکوزي و ویل: « ګډې خونې ته د رسېدلو شمېر لمخې، تر دې مهاله شاخوا ۱۴۰۰ افغانانو د ننوتلو جواز ترلاسه کړی او نږدې ۱۰۰۰ پاکستاني موټرو اسلام اباد کې د اسلامي امارت په کونسلګرۍ کې دغه جواز ترلاسه کړی دی.»

له دې سره سم، د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، هڅه کوي څو دغه بهیر ۱۵ ورځې نور هم وغځوي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل:« نن د اګسټ لومړۍ ده چې د پاکستان له لوري د افغانستان موټرو ته چې د ننوتلو لنډمهالی جواز ونه لري اجازه نه ورکول کیږي او دوی ته پوره وخت ورکړل شوی و، خو د ځینو ټرانسپورټي شرکتونو په غوښتنه موږ تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې چې دغه بهیر تر ۱۵ نورو ورځو وغځوي، څو هغه موټر هم جواز ترلاسه کړي چې نه یې وي ترلاسه کړی.»

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د اسلامي امارت له چارواکو سره په هوکړه افغان موټر چلوونکو ته امر کړی و چې د روان کال د جولای تر ۱۵ مې دغه هېواد ته لېږدول شوي توکي تخلیه کړي. 

له یاد لنډمهالي جواز پرته د جولای له ۱۵مې وروسته افغان موټرچلوونکو ته پاکستان ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه