Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زیروس د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک د رییس په توګه و ګومارل شو

نړۍوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې « فارس حداد» د افغانستان لپاره د یاد بانک د څانګې مشر ټاکل شوی.

دغه بانک واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، افغانستان کې خپل فعالیتونه وتړل او ځینې پروژې یې نیمګړې پرېښودې.

د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک د څانګې رییس، فارس حداد زیروس: « زه خوښ یم چې له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانستان له خلکو سره مرستې ته دوام ورکوو، زما لپاره لومړیتوب دا دی، چې ډاډ تر لاسه کړم چې نړۍوال بانک په لومړنیو او هغو خدماتو ډېر تمرکز کوي چې د افغانستان د خلکو لپاره خورا مهم دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: هیله ده چې د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک د نوي استازي ټاکل کېدل به د بانکي محدودیتونو پر راکمولو اغېز ولري. د نړۍوال بانک کارونه به هم څه ناڅه اغېزناک کړي.

فارس حداد زیروس د امریکا اوسېدونکی دی، چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې یې له دغه بانک سره دنده پیل کړې او تر وسه یې د مالدیف، نیپال او سریلانکا لپاره د دغه د څانګو د رییس په توګه دنده کړې ده.

د اقتصاد وزارت له نړۍوال بانک غواړي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه له سره پیل او خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وايي: د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره بنسټيزه حل لار دا ده چې کاري فرصتونه رامنځته شي. د نړۍوال بانک له لوري چې مخکې کومې پراختیايي او زیربنايي پروژې پر مخ وړل کېدې د هغوی له بیا پیل سره به ډیری کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کانونو او صنایع خونه بیا وايي، د نړۍوال بانک ډېرې پروژې د سړک جوړونې، ساختماني کارونو، روغتیا، انرژۍ، کرنې او نورو برخو کې وې، چې بیا پیل به یې په اقتصادي وده کې ګټور تمام شی.

د کانونو او صنایع خونې مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: هیله من یو چې هغه نیمګړې پروژې بیا پیل شي چې د نړۍوال بانک له لوري تمویل کېدې. له دې سره به هغه پروژې هم بیا پیل شي چې زیربنايي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې میلیندا ګود د افغانستان لپاره د یاد بانکې د څانګې د رییس په توګه دنده ترسره کوله.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي، چې د نړۍوالې ټولنې له لوري ورکړل شوې او د اسلامي امارت له لاسوهنې پرته به په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ټولنو ته ورکړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه