Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان اقتصادي ودې لپاره د ملګرو ملتونو هڅې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، که څه هم بودیجه یې کمه ده؛ خو بیا هم هڅه کوي څو د افغانستان د اقتصاد، پوهنې او انرژۍ د پراختیا لپاره مرستې برابرې کړي.

د افغانستان لپاره د یاد پروګرام مرستیاله زیاتوي، تر دې مهاله یې د زرغونو خونو جوړولو، له یو کلینیک سره د طبي مرستو، د متشبثو ښځو د ملاتړ او د یو پله جوړولو په برخو کې ځينې پروژې عملي کړې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مرستیاله، ډویل موکرجي وایي: « تقاضا زیاته ده؛ خو سرچینې مو کمې دي، مګر هڅه کوو چې د زده کړو، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د مرستو جذب لپاره، له خپلو شریکانو سره خبرې وکړو، مونږ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې بېلابېلې پروژې لرو.»

ډویل موکرجي زیاتوي چې، په راتلونکو څو کالونو کې به د دوی ډېرې پروژې له خصوصي سکټوره پر ملاتړ، بانکوالۍ او له ښځو پر ملاتړ ور ټولې وي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې و ویل: « د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اقتصاد د ودې لپاره کار کوي، له لمریزو تختو، له دغو تښتو تر ګټې اخیستې او د ښځو تر زده کړو؛ دا ټول پروګرامونه زمونږ اړوند دي. له کوچنیو سوداګریو او شرکتونو هم ملاتړ دوام لري.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ډول پروژو په عملي کېدو سره یو شمېر ښځو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي، ملک زمري و ویل: « موږ له مرستندویه بنسټونو غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي ځکه تېرو ۴۰ کاله جګړو کې هیڅ بنسټ مرسته نه ده کړې.»

د پغمان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، ګل اغا هم و ویل: « زموږ پل خراب شوی و، دغه یې جوړ کړ. درې زره کورنۍ له دې ځایه تګ راتګ کوي، او بله دا چې زرغونې خونې او  خیاطۍ یې جوړې کړې.»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې دغه سازمان ویلي و چې په افغانستان کې یې د ښځو په مشرۍ له ۷۵ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی او دغه راز ۹۰۰زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه