Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د تېر کال په لړ کې د دغه وزارت له لوري د ترسره کړو چارو په تړاو رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.

عبداللطیف منصور د امو سیند د سواحلو د بیارغونې لپاره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو ځانګړې کېدل، د څلورو لویو بندونو یعنې کمال خان، شاه و عروس، توري او پاشدان د بندونو د چارو په بشپړېدو کې پرمختګ، د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي غځول، د وړو بندونو جوړول، د پانګونې جذب، د لمریزې برېښنا تولید او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پولې د تشخیص لپاره چې د سېلابونو له امله ورانه شوې، د نوې طرحې جوړېدل په تېره یوه کال کې خپلې تر ټولو مهمې لاسته راوړڼې ګڼي.

د اوبو او انرژۍ  وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور وايي: له تاجېکستان، ازبېکستان او ترکمنستان سره زموږ پولې د سیلابونو له امله لمنځه تللې دي خو مهمه خبره دا ده چې موږ دغه پولې د پخوا په څېر مشخص کړې وي او شل ورځې وړاندې مو دا موضوع له امیرالمؤمنین سره هم  شریکه کړه.

د اوبو او انرژۍ وزرت مسوولان د هېواد د اوبو له زېرمو پر سمې ګټې اخیستنې او د ایران د حقابې پر ورکړې په ټينګار سره وايي چې هېڅ هېواد به د افغانستان د اوبو په مدیریت سره زیانمن نه شي.

د اوبو او انرژۍ  وزارت جګپوړي سلاکار، فاروق اعظم و ویل:زموږ هیڅ یو اقدام د ګاونډیو هېوادونو په زیان نه دی. اوبه مو نه دي کارولي او اراده هم نه لرو چې ګاونډيو ته زیان ورسیږي.

د اوبو او انرژۍ  وزا رت د اوبو د پروګرامونو رییس، رفیع الله ستانکزي هم په دې اړه و ویل: د اوبو او انرژۍ وزارت د بنسټيزو قوانینو لمخې، دننه افغانستان یې وګورو، موږ داسې شرایط جوړ کړي چې پاکستاني لوري ته به دغه اوبه نه ځي او په افغانستان کې به د کرنې او د څښاک پاکو اوبو په برخو کې ترې ګټه پورته کړو.

 اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وایي چې دغه وزارت د څه باندې ۱۰ میلیاردو ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په هېواد کې د اوبو د مدیریت او د اوبو د سرچینو د پېژندنې په برخو کې د ۵۸۱ نیمګړو او نویو پروژو طرحه مالیې وزارت ته وړاندې کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد څرګنده کړه: د اوبو او برېښنا وزارت او د اوبو د زیرمو د هراړخیز مدیریت په موخه په روان مالي کال کې په ټولیزه توګه ۵۸۱ پرمختیايي پروژې، چې د بندونو، چک بندونو، کانالونو، سیندونو، د سمندرونو د پیاوړتیا په ګډون نوې او انتقالي پروژې په کې شاملې دي، په پام کې لري. د اوبو د ساتنې دغه پروژه چې ټولیز ارزښت یې لس نیم میلیارده افغانۍ ده او د مطالعې او ساختماني برخې چارې یې بشپړې شوې دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان له اوبو  د ۲۳ زره میګاواټه، له باده د ۶۷ زره میګاواټه، له لمره د ۲۲۲ زره میګاواټه او له حرارتي سرچینو د ۶ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د اوبو او انرژۍ وزرت مسوولان د هېواد د اوبو له زېرمو پر سمې ګټې اخیستنې او د ایران د حقابې پر ورکړې په ټينګار سره وايي هېڅ هېواد به د افغانستان د اوبو له مدیریت سره زیانمن نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه