د کانونو او صنایعو خونه وايي، ډېر ژر به په هېواد کې پر صنعتکارانو ځمکې ووېشل شي.
د دغې خونې مسوولین زیاتوي، د هېواد د ځان بسیاینې لپاره باید له کورنیو تولیداتو ملاتړ او صنعتکارانو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې شي.
د کانونو او صنایعو خونې رییس، شېرباز کمین زاده و ویل: « د اسلامي امارت له راتګ سره د ځمکو وېش ودرېده او موږ د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اقتصادي کمیسیون له لارې او خپله چې د اسلامي امارت رهبر ته ورغلو، وړاندیز مو وکړ څو د پارکونو لپاره ځمکې ورکړل شي، همغه و چې دې وروستیو کې صنعتي پارکونو ته د ځمکو د وېش قانون تصویب شو.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، دمګړۍ په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ صنعتي پارکونه فعال دي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۲۶ نور صنعتي پارکونه په ځینو ولایتونو کې هم جوړ شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « نوې غوښتنه د هېواد په ولایتونو کې د ۲۶ صنعتي پارکونو جوړول دي څو ولایتونو کې د خپل صنعت د پیاوړتیا لپاره خپل صنعتي پارکونه ولرو.»
د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې د صنعتکارانو لپاره د ځمکو وېش او په هېواد کې د نویو صنعتي پارکونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د ودې او د هېوواد د ځان بسیاینې لپاره مهم ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي و ویل: « د کار، ګټې اخیستنې او تولید د کچې لوړولو لپاره باید د صنعتي پارک په برخه کې جدي پاملرنه وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، اوس مهال افغانستان په ۴۵ تولیدي سکټورونو کې د ۱۳۳ توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه