د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا «سیګر» په خپل نوي راپور کې لیکلي چې نړۍوالې ټولنې په کابو تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره د اوو مېلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
سیګر په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې له قوله لیکلي چې د دغو مرستو له ډلې ۲٫۹ مېلیارد ډالره یې امرکیا کړي چې بشري او پرمختیايي مرستو کې شاملېږي.
د سیګر د دغه راپور پر بنسټ، د دغو مرستو سره سره ،افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ دی.
سیګر په راپور کې راغلي:«ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال زېږدیز کال کې د بشري فعالیتونو د مالي لګښت لپاره د درې مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه. امریکا تر ټولو لویه بسپنه ورکوونکې ده چې، سږکال یې نږدې ۲۳۲مېلیون ډالره مرسته کړې ده.»
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود په دې هکله وايي:«هغه مرستې چې، په دغو کلونو کې له افغانستان سره شوي، په ځانګړې توګه ۲٫۹ مېلیارد ډالره د امریکا لخوا ورکړل شوي، او هغه پیسې چې، افغانستان ته راغلي په یوې برخه کې په فوقالعاده ډول اغېزناکې وې او هغه عبارت دی د افغانیو د ارزښت د لوېدو له مخنیوي څخه.»
د دغه راپور له مخې، د روان کال تر جون میاشتې پورې په سویس کې په اماني صندوق کې هم د افغانستان شتمۍ ۳٫۸۴ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
خو د اقتصاد وزارت په اوسني وضعیت کې د مرستو دوام مهم ګڼي او ټینګار کوي چې، د افغانستان شتمنۍ هم باید ازادې او د هېوادوالو په واک کې ورکړل شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل:«د نړۍوالې ټولنې مرستې افغانستان ته مهمې دي. موږ هڅه کوو چې، دغه مرستې د بېخبناوو د پياوړتیا په منظور استفاده شي.»
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۸۵ سلنه کمښت راغلی دی.
کروندګر نعمتالله وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې، د تریاکو په بدل کې موږ ته تخمونه راکړي چې، په خپلو ځمکو یې وکرو او بوخت شو.»
دغهراز د سیګر په راپو په تېرو درېیو میاشتو کې هېوادونو ته د اسلامي امارت د چارواکو سفرونو ته هم نغوته شوې او ویل شوي چې، له هېوادونو سره د سرپرست حکومت تعامل هم زیات شوی دی.
په دې اړه مو اندونه