Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو ۷ میاشتو کې د افغانستان او تاجېکستان ۳۰ میلیون ډالري راکړه ورکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له تېرو اوو میاشتو راهیسې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، له دې منځه له افغانستانه د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او له تاجیکستانه بیا د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان او تاجیکستان د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده، چې له دې منځه افغانستان تاجیکستان ته ۸ میلیونه ډالره صادرات لرلي دي او ۲۲ میلیونه ډالریې هم واردات لرلې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د ۲۰۲۴ کال په اوو میاشتو کې له تاجېکستان سره د افغانستان سوداګري شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره وه، چې ۸ میلیونه یې صادرات او ۲۲ میلیونه یې واردات دي. تاجېکستان ته د افغانستان د صادراتو عمده توکي شګه، کدو، کچالو، مڼې، بادام او انار دي او هغه توکي چې افغانستان له تاجېکستانه واردوي، سمنټ، هګۍ، موټرې، د لمر ګل غوړي، پټرول او د موټر پرزې دي.»

بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان او تاجېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیتي همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کوي او زیاتوي، که د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ  ریل پټلۍ وصل شي، د دواړو هېوادونو اقتصاد به د پام وړ وده وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه و ویل: «دا چې تاجېکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی نو کولای شو په دې سره خپل سوداګریز پرمختګ زیات کړو، په ځانګړې توګه د افغانستان صنعتي توکي په تاجېکستان کې ښه بازار ولرو او ټرانزیټي لارې د افغانستان له لارې تاجېکستان او پاکستان ته د وسپنې پټلۍ دي چې د افغانستان لپاره ګټورې دي.»

افغانستان او تاجېکستان ترمنځ اوسني وضعیت ته په پام سره د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د افغانستان موقعیت ډېر ارزښتناک ګڼي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په  پراختیا باندې ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: «افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له جیو اېکانمیکي پلوه ښه موقعیت لري او دا له ارزښته ډکه خبره ده چې د سیمې هېوادونه او ګاونډیان د افغانستان په اړه فکر کوي، دا مثبتې پایلې درلودای شي.»

د تاجېکستان د رسنیو له راپور له مخې، هغه رېل پټلۍ چې د افغانستان پولې ته غځېږي ۵۱ کیلومتره ده او د بشپړېدو په صورت کې به تاجیکستان د افغانستان، پاکستان او هند بازارونو ته لاسرسی ولري.

د دې پروژې لګښت څلور میلیونه ډالره اټکل شوی او په دریو کلونو کې به بشپړ شي.

ویل کېږي چې دا پټلۍ د «ټات» په نوم د یوې سترې پروژې برخه ده چې افغانستان، تاجیکستان او ترکمنستان د رېل پټلۍ له لارې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نښلول کیږي.

د تاجېکستاني رسنیو د راپور لمخې، هغه وسپنې پټلۍ چې د افغانستان پولې ته غځېږي ۵۱ کیلومتره ده او د بشپړېدو په صورت کې به تاجیکستان د افغانستان، پاکستان او هند بازارونو ته لاسرسی ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه