د کور او ښار جوړونې وزارت چارواکو نن (دوشبنې، د زمري په ۱۵مه) د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې، د تېر کال په لړ کې د ښاري پراختیا د ۵۷ پلانونو له منظورۍ خبر ور کړی دی.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست حمدالله نعماني ویلي چې د څه باندې ۳ زره او ۱۰۰ ښاري سرغړونو او د ۴۴۳ ودانیزو پروژو څارنه د تېر یوه کال په لړ کې د دغه وزارت له مهمو لاستهراوړنو څخه دي.
ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي چې، د کابل په خوشحال خان مېنه کې د قطریانو د ښارګوټي د پروژې، په دارالامان کې د نیله باغ د پروژې او د نوي کابل د پروژې چارې عملاً روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
حمدالله نعماني وايي:«موږ په مرکز او ولایتونو کې پنځه پروژې پيل کړې دي چې، د هغوی ودانیزې چارې روانې دي. ما مخکې هم ویلي و چې، زموږ وزارت پالیسي جوړونکی دی.»
د کور او ښار جوړونې وزارت د ښاري چارو معین مدار علي کریمي بامیاني هم په دغه پروګرام کې وویل:«د ښار جوړونې وزارت یو له پلانونو چې،بشپړ شوی او د تطبیق په حال کې دی، د کابل ښار د سړکونو د شبکو ماستر پلان دی چې، دا په خپل ذات کې کم ساری حرکت دی او د پلان جوړونې په برخه کې یو تاریخ حرکت دی.»
ښاغلي نعماني دغهراز زیاتوي چې، په ټول هېواد کې له ۶۶۰ زیات ښارګوټي شته چې، له دې منځه نږدې ۴۰۰ ښارګوټي په دغه وزارت کې ثبت شوي دي.
د کور او ښارجوړونې وزارت سرپرست څرګندوي:«په مرکز او ولایتونو کې ۶۶۲ ښارګوټي دي چې، د کور او ښار جوړونې په وزارت کې ۳۹۹ ثبت دي او پاتې نور به په راتلونکي کې ثبت شي چې، دې منځ کې شخصي ښارګوټي هم دي، ځینې وزارتونه هم دي چې، ټول یې ۶۶۲ ښارګوټي کېږي.»
د کور او ښارجوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ۳ زرو او ۱۰۰ زیات ښاري سرغړونې په ګوته شوې دي او هڅه کېږي چې غور پرې وشي .
د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې، تر اوسه قطر او چین په افغانستان کې په ودانیزه په برخه کې عملاً کار پیل کړی او دغه وزارت له نړۍوال بانک او نورو هېوادونو هم غواړي چې، په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د کور او ښارجوړونې وزارت ویاند کمال افغان په دې هکله وايي:«د ځينو هېوادونو له سفیرانو سره کتنې شوې دي او له هغوی غوښتل شوي چې، د ښاري پراختیا، کور او نورو برخو کې، پر خپلې پانګې په افغانستان کې پانګونه وکړي او زموږ د کارکوونکو لپاره هم د روزنې زمینه برابره کړي.»
تر دې وړاندې د کور او ښارجوړونې وزارت سرپرست له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و چې، د تېر وخت د فساد له امله په هېواد کې د ۸۰۰ پروژو کار درېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه