Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوشتیپې پر دویم فاز به شپږ لوی پلونه جوړ شي

ملي پراختیايي شرکت وايي، د قوش تیپې کانال پروژې د دویم فاز ترڅنګ به شپږ لوی پلونه هم جوړ کړي.

د قوش تپې د کانال د پروژې د مسوول په وينا، دغه پلونه به د هغو ولسواليو او کليو د نښلولو په موخه جوړ شي، چې دغه کانال ترې تېرېږي.

د قوش تېپې کانال د پروژې مسوول، سید ذبیح الله میري و ویل: «پر دویم فاز شپږ موټر تېرېدونکي پلونه په پام کې نیول شوي دي. دغه پلونه د اوسېدونکو د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د نږدې ولسوالیو او کلیو ستونزو ته د رسېدو په موخه جوړیږي.»

ځینې کارپوهان د قوش تېپې کانال په مسیر کې د پلونو جوړېدل مهم بولي او زیاتوي چې دا پلونه کولای شي د کانال په شاوخوا کې د اقتصادي ودې او پراختیا لامل شي.

د اوبو د مدیریت کارپوه، میدالله یلاني و ویل: «دغه پلونه، ددې ترڅنګ چې پر دغې پروژې د څارنې په موخه ښه دي. د دوو لورو د ولسوالیو او کلیو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم ښه دي.»

د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي وايي: «هغه څه چې د دغو پلونو د جوړولو په برخه کې مهم دي هغه دقت دی. د پلونو ترمنځ واټن باید داسې ډیزاین شي چې کاروانونو ته د تېرېدو پر مهال ننګونې پېښې نه شي.»

دا مهال د ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال د لومړي فاز په مسیر کې دوه لوی پلونه ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

له دغو پلونو  یو د ترمز-مزارشریف ریل پټلۍ سره نښلوي او بل یې د مزار شریف-حیرتان پر لویه لاره د لویو او کوچنیو موټرو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی او لوی اقتصادي اهمیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه