د مالیې وزارت چارواکو نن (سېشنبې د زمري په ۱۶مه) د رسنیو په مرکز کې په یوه پروګرام کې پر پمپ سټېشنونو، هوټلونو او رستورانټونو د مالیې د کمولو خبر ورکړی دی.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین عبدالقاهر ادریس ویلي هغه هوټلونه او رسټورانټونه چې په یوه ربعه کې له ۷۵۰ زره افغانیو کم عاید لري، د هغوی انتفاعي مالیات له ۵ تر ۲ سلنو کموالی موندلی او په هر لېټر تېلو کې ثابته مالیه له صفر اعشاریه شپږو څخه صفر اعشاریه درېیو ته راټیټه شوې ده.
خو، هغه هوټلونه او رسټورانټونه چې، په یوه ربع کې له ۷۵۰ زره افغانیو زیات عاید لري، پنځه سلنه مالیه به ورکړي.
ښاغلی ادریس وايي:«مخکې ټول هغه هوټلونه او سیار رسټورانټونه چې، ربعوار پلور به یې ۷۵۰ زره څخه کم وو د دوه سلنې انتفاعي مالیې تابع وو، او په هغه صورت کې چې ربعوار پلور به یې له ۷۵۰ زره افغانیو څخه زیات وو د ۵ سلنې انتفاعي مالیې د ورکړې تابع وو.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم په دغه پروګرام کې وايي چې، پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په بېلابېلو برخو کې مالیات کم شوي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې هکله څرګندوي:«سوداګر او ټول کسبګر چې پر خدمت بوخت دي، اسلامي امارت تل غواړي چې، په بېلابېلو برخو کې تاسو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
بل خوا، د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو ټولنه، د کسبګرو او هټۍوالو خونه په هېواد کې د مالیاتو د کمېدو له هر کلي سره وايي چې، د مالیاتو کمېدل به هېوادوالو ته کاري فرصتونه زیات کړي.
د تېلو او ګازو د پمپ سټېشنونو د ټولنې رییس مسعود احمد راحت په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«زموږ مالیات له ۰٫۶ سلنې ۰٫۳ سلنې ته راټیټ شوي، له دې مخکې هم تاسو د تېلو په برخه کې له موږ سره مرسته کړې وّ.»
د کسبګرو او هټۍوالو د خونې رییس شیرین اغا سخي هم څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، لکهڅرنګه چې حنفي صاحب وویل چې، مالیه بېخي لرې کړو. موږ هغه ملت یو چې، له مېلونونو کلونو راهیسي پر خزانې ویده یو؛ خو په خپله وږي یو.»
که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د عادي او پراختیايي بوديجي څومرهوالی نهدی روښانه شوی؛ خو د مالیې وزارت مسوولان وايي چې، بوديجه له کورنیو عوایدو تمويلېږي چې، یوه برخه یې مالیات جوړوي.
په دې اړه مو اندونه