د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د پمپ سټېشنونو، هوټلونو، او رسټورانټونو د مالیاتو د کموالي له هرکلي سره، د بیو ټیټو ته هم د مسوولانو د پاملرنې غوښتنه کوي.
هغوی د طلوعنیوز خبریالې ته ویلي چې، د مالیاتو کموالی کولای شي د کورنیو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي؛ خو کهچېرې بیې ټیټې نهشي، د هغې مثبت اغېز به کم وي.
د کابل اوسېدونکی طارقالله وویل:«د هوټلو او پمپ سټېشنونو مالیات یې کم کړي، دا یو ښه ګام دی. باید د خوراکي توکو او اجناسو بیه دې هم کمه کړي چې، خلک له هر څه استفاده وکړي.»
د کابل ښار یو چلوونکی محمد ظهور هم وايي:«ښه اقدام دی چې، مالیات یې کم کړل، موږ دا غواړو چې، بیو ته هم پاملرنه وکړي او مناسب یې کړي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د ودې او پراختیا لپاره د مالیاتو کمښت ګټور ګڼي او زیاتوي چې، راټولېدونکي مالیات هم باید پر بنسټیزو پروژو ولګول شي.
د اقتصادي چارو شنوونکی تاج محمد تلاش په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هغه مالیات چې د حکومت له خوا راټولېږي او ترلاسه کېږي، زه فکر کوم پر انکشافي پروژو ولکول شي.»
داقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر هم څرګندوي:«د دولت یوه سرچینه د مالیاتو راټولول دي؛ البته په یوه لازمه کچه کې یې ښه ده چې، مالیات راټول کړای شي، د عایداتو د زیاتوالي لامل کېږي؛ خو له حده زیات نهوي.»
د ویلو ده چې، مالیې وزارت له تېرو درېیو کلونو راهیسې پر خصوصي برخې او په ځانګړې توګو پر بېلابېلو اصنافو، شرکتونو، شخصي ښوونځيو، د تېلو او ګازو پر پمپ سټېشنونو، هوټلونو، رسټورانټونو او پر ځینو نورو برخو مالیات راکم کړي دي.
په دې اړه مو اندونه