Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مزار - حیرتان د رېل پټلۍ څلورم تم‌ځای په فعالیت پيل وکړ

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبې) د مزار - حیرتان د رېل پټلۍ د څلورم تم‌ځای د فعالیت له پیل سره ویلي چې، د افغانستان جغرافیوي او ستراتیژیک موقعیت د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د وصل مرکزي ټکی دی.

ښاغلي برادر په دغو مراسمو کې ټينګار کړی، اسلامي امارت هڅه کوي چې، د سیمه‌ییز اتصال او پراختیا لپاره بدیلې لارې ومومي.

د ریاست  الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي:«د جغرافیايي سټراټېژیک موقعیت له مخې افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره، د وصل کلیدي نقطه جوړوي. د دغه اهمیت له مخې د افغانستان اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې، د سیمه‌ییزې اقتصاد د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدو بېلابېلې بدیلې لارې ومومي.»

د ټولګټو چارو وزارت سرپرست وايي دغه تم‌ځای له څو کاله ځنډ وروسته بیاځلې فعال شو چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

محمد عیسی ثاني زیاتوي چې اسلامي امارت غواړي د نایب‌اباد د رېل پټلۍ د ګاونډیو هېوادونو د سوداګریزو توکو د لېږد په څلور لارې بدل کړي.

د ټولګټو چارو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني څرګندوي:«د ازبیکستان هېواد کوم ګډ پلاوی چې راځي، جوزجان ته ځي، له هغې ځایه فاریاب او له هغه ځایه بادغیس، هرات، نیمروز، فراه، هلمند، کندهار ځي، ان‌شاالله دا لین به تر پاکستانه جوړېږي.»

د ټولګټو چارو وزارت د رېل پڼلۍ مرستیال بخت‌الرحمان شرافت هم وویل:«»

په ورته مهال د بلخ والي او د ازبیکستان هېواد استازي د نایب آباد - حیرتان تمځای بیاځلې فعالېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره ګټور بولي.

د بلخ والي محمد یوسف وفا وايي:«دا د سوداګرو لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی له دې سره اقتصادي وده رامنځته کېږي.»

د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر استازی عصمت‌الله ایرګاشیف هم څرګندوي:«هیله لرم دا لار هم د افغانستان او ازبیکستان د ورورولۍ، دوستۍ او کاونډیتوب ښه نیت سمبول وي او د دې سربېره، د افغانستان د ملي اقتصاد د احیا لپاره به خدمت وکړي.»

د مزار - حیرتان د رېل پټلۍ د جوړولو چارې د تېر کال په کب میاشت کې د یو ازبیکستاني شرکت له لوري د شپږ مېلیونه او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې چې، دا مهال یې د نایب‌اباد څلورم تم‌ځای چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه