Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راتلونکو څه کم شلو ورځو کې به افغان-قزاق نندارتون په لاره واچول شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، راتلونکو ۲۰ ورځو کې به قزاقستان کې د افغان-قزاق نندارتون جوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي طلوع‌نیوز ته وایي، دغه نندارتون کې به له افغانستانه شاوخوا درې سوه سوداګر ګډون وکړي.

نورالدین عزیزي و ویل: « د کیفیت او کمیت په پام کې نیولو سره یو شرکت وړاندیز کوو چې زموږ په پروګرامونو کې شریک شي. موږ یوه الوتکه چارټر کوو څو د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسمي پلاوی او د افغانستان نور بنسټونه چې شاوخوا ۳۰۰ تنه کیږي، دغه نندارتون ته لاړ شو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، دې وروستیو میاشتو کې له افغانستانه بهر په بېلابېلو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو په حضور منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لامل شوی دی.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل:« که یو هېواد یا شرکت وغواړي څو خپل محصولات د دنیا بازارونو ته وړاندې کړي، یوه اغېزناکه لار یې په نندارتون کې ګډون دی. قزاقستان کې دغه نندارتون واقعاً اغېزناکه دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي هم و ویل: « د نندراتون په لاره اچول کولای شي د افغانستان د صادراتو زیاتوالي په برخه کې مستقیم رول ولري، او ورسره په څنګ کې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لامل کیږي.»

تر دې مخکې د افغان سوداګرو په ګډون په ترکمنستان، ازبېکستان او چین کې هم ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه