Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دین محمد حنیف: دوښمن اقتصادي جګړه پیل کړې ده

د اقتصاد وزارت سرپرست وايي، نړۍ د افغانستان پر وړاندې اقتصادي جګړه پیل کړې.

دين محمد حنيف د کندهار د نساجی- وړیو فابريکې فعالیت پیل مراسمو ته د خبرو پر مهال ویلي، نړۍوال د افغانستان پر اقتصادي سکټور بندیزونو سره غواړي هېواد له ستونزو سره مخ کړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست، دين محمد حنيف و ویل:دوښمن ارام نه دی. دوښمن اوس له موږ سره د یوې سړې جګړې په حالت کې دی. اقتصادي جګړه کوي. داسې حالات راوستل غواړي چې هیڅ بهرنی او کورنی شرکت و نه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي چې د نړۍوالې ټولنې محدودیتونو سره سره د ۲۲۷ منظور شویو پروژو له ډلې، په ټول هېواد کې ۸۶ پروژې بشپړې شوې او د ۱۴۱ پراختیايي پروژو چارې روانې دي.

دين محمد حنيف زیاته کړه: اسلامي امارت چې اوس مهال کوم لګښتونه کوي ټول له کورنیو عوایدو کوي. دا لګښت که له پراختیايي بودیجې وي او که له عادي بودیجې وي.

د دغې غونډې پر مهال ځینې نور چارواکي هم وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر بل هر مهاله د سوداګرۍ، پانګونې او صادراتو برخو کې د افغان کدرونو په مټ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د چارو ادارې عمومي رییس، نورالحق نور وايي: که د انجینرۍ په برخه کې ده، که د طب په برخه کې ده که د پانګوالۍ په برخه کې ده. دا یو ښه باور دی چې افغانان ژغورلی شي.

د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي غړی، احمد جان بلال وايي: الحمدالله موږ په ډېر ډاډ او عزم سره د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر لور ګامونه اخلو.

دغه چارواکي وايي، د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو وروسته د کندوز سپین زر، د بغلان او کندهار نساجي او د هلمند بست په څېر سترې تولیدي کارخونې له لسیزو وروسته بیا فعالې کړې او ګڼ کاري فرصتونه یې هم رامنځته کړي دي.

د اقتصاد وزارت سرپرست ویلي، نړۍوال د افغانستان پر اقتصادي سکټور بندیزونو سره غواړي هېواد له ستونزو سره مخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه