د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل پروژې د لومړي فاز د دویمې برخې چارې ۲۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، کمال افغان طلوعنیوز ته وایي، د نوي کابل پروژې پر لومړي فاز شپږ نیم میلیارده ډالره پانګونه اټکل شوې ده.
کمال افغان وایي، تر دې دمه ترکي، قطري، عربي او ایراني پانګوالو د دغې لویې پروژې په رغنیزو چارو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
هغه زیاته کړه: « اوس هم الحمدلله چې د لومړي فاز په دویمه برخه کې چې کارونه روان دی، د خصوصي شرکت له لوري یې چارې ۲۵سلنه مخته تللي دي او هره ورځ زموږ د وزارت مسوولین ځي او چارې یې څاري څو ټولې ودانیزې چارې د پلان لمخې ترسره شي.»
د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولین د نوي کابل پروژه د دغه وزارت یوه له مهمو پروژو ګڼي او وايي، پلي کول یې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دي.
د کابل په شمال کې د نوي کابل پروژه چې ۷۴۰ کیلومتره مساحت لري د ۳ میلیونه کسانو د اوسیدو وړتیا لري.
د نوي کابل پر پروژه بوخت کارګران وایي، خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او زیاتوي چې د هېواد په هره برخه کې د رغنیزو پروژو پیلېدل د هېوادوالو لپاره کاري زمینې برابرولای شي او د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري.
د نوي کابل په پروژه کې کارګر، سیف الله و ویل: « شاوخوا یو کال کیږي دلته کار کوو، خوشحاله یو چې کورنۍ ته حلاله روزي پیداکوو.»
یو بل کارګر، عبدالمبین هم و ویل: « د نوي کابل په برخه کې مو هېوادوالو ته هم خوښ یو چې راځي او دلته ځایونه اخلي، موږ خوشالیږو.»
د نوي کابل پروژې قراردادي شرکت مسوولین وايي، د دغې پروژې په لومړي فاز کې شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د نوي کابل پروژې د قراردادي شرکت رییس، سید مقدم امین و ویل: « د سړک او اوبو رسولو عملي چارې روانې دي، د A,B,C په درېیو برخو کې کارونه روان دي او تر ۶۰۰ ډېر کسان په درنو او سپکو ماشینونو سره په کار بوخت دي.»
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکریعقوبي هم و ویل: « هر څومره چې دغه پروژه په معیاري توګه تطبیق شي، په هماغه اندازه دوی د پروژې په تطبیق کې بریالي کیږي، ډونرانو ته به د منلو وړ وي او د پروژي د تطبیق لپاره مرستې هم جلب شي.»
د کور او ښار جوړونې وزارت د مالوماتو لمخې، د نوي کابل پروژه د اوسني کابل پر تله یو نیم برابر لویه ده او د دې پروژې پلان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د یوه جاپاني شرکت په همکارۍ جوړ شوی چې د ده سبز، کلکان، شکردرې، قره باغ، استالف او بګرام ولسوالیو ځینې برخې پکې شاملېږي
په دې اړه مو اندونه