Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرو او صنعت‌کارانو د راستنېدو د اسانتیا لپاره د سوداګرۍ وزارت اقدام

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او تنظیم کمېټې کړنلار د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر ته استولې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته ویلي چې، په دغې غونډه کې د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت‌کارانو د شمېر پر تثبیت خبرې وشوې او د درېیو راستنېدونکو صنعتکارانو اسناد وڅېړل شول او په تړاو یې پرېکړه وشوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«په دغې غونډه کې د دغې کمېټې پر کړنلارې چې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له لوري د توشیح لپاره امیر‌المومنین ته وړاندې کړل شوې ده. او د دغې کمېټې له لوري د راستانه شویو افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو د شمېر تثبیت او همدارنګه د درې راستانه شویو افغان صنعت‌کارانو سندونه څېړل شوي او په تړاو یې پرېکړه شوې ده.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، هغو سوداګرو او صنعتکارانو ته چې، له هېواده بهر فعالیت کوي او پانګه یې له خطر سره مخ ده، د ځمکې د ورکړې او نورو اسانتیاوو په څېر د امتیازاتو ورکول د هېواد د اقتصاد په ودې او پراختیا کې ګټور تمامېدای شي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ هیله لرو هغه کډوال چې، له هېواده بهر یې پانګونه کړې او پانګه یې په خطر کې ده، هېواد یې دی، البته په افغانستان کې زه ډاډه یم چې، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت به دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

له دې سره سره، ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې، هېواد ته د نورو پانګوالو د راستنېدو لپاره دې په هېواد کې د شته صنعتکارانو ملاتړ وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«په هغه صورت کې چې، تولیدي کارخونو ته د بلاعوضو مرستو، پورونو او یا د ځينو اړتیاوو تامین لکه د برېښنا تامین په ګډون، ځينې نورې اسانتیاوې او امکانات برابرې شي، طبعاً کولای شي چې، د افغانستان د تولیدي کارخونو په پياوړتیا کې خپله بنسټيزه ونډه ولري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان په ۱۳۳ قلمه توکو کې پر ځان بسیا شوی چې ۴۵ تولیدي سکټورونه پکې شامل دي.
 
ځينې شنوونکي پر دې باور دي چې، هېواد ته د نورو پانګوالو د راستنېدو لپاره دې په هېواد کې د شته صنعتکارانو ملاتړ وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه