د ټولګټو وزارت د شمیرو له مخې په تیر یو کال کې، د سړکونو د ساتنې په برخه کې له ۱۰۹ پروژو ۸۵ پروژې بشپړې شوي.
دغه وزارت وايي، د دوم سالنګ لويې لارې د جوړیدو پر پلان کار روان دی او په اړه يې یو شمیر بهرني پانګوالو سره هم خبرې شوي.
د دغه وزارت معین دغه راز د کابل – کندهار د لویې لارې اهمیت ته په اشارې سره زیاتوي چې د دې لارې د بیارغونې چارې پر ۱۳ برخو وېشل شوي او د بیارغونې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي او د روان لمریز کال تر پایه به بشپړې شي.
د ټولګټو وزارت تخنیکي معین، عبدالکریم فاتح وايي: «موږ ۱۰۹ پروژې درلودې چې لمنځه یې ۸۵ پروژې بشپړې شوې دي. پر ۲۴ نورو پروژو يې کار روان دی.»
د ټولګټو وزارت معین د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي، چې تېر کال د سړکونو او لویو لارو د ساتنې او مراقبت په برخه کې له ۱۰۹ پروژو ۸۵ پروژې بشپړې شوي او تر ۲۴ ډېرې پروژې تر کار لاندې دي.
د عبدالکریم فاتح په وینا، دغه وزارت څه باندې ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او ۹۰ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
فاتح زیاته کړه: «د سالنګ د دویم تونل په اړه موږ خپلې هڅې پیل کړې دي. له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره مو اسناد شریک کړي دي. هغوی ته انتظار یو چې موږ ته خپل پرپوزلونه راوړي. د یوه کان یا د بودیجې په بدل کې له موږ سره تړون وکړي.»
بل خوا د ټولګټو وزارت ویاند په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ په ځانګړي ډول د افغان- ټرانس د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په تړاو وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دې پروژ د کار د پیلولو په موخه له ازبیکستانه یو پلاوی افغانستان ته راشي. د نوموړي په وینا، د تېر کال په لړ کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې ۴.۱ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس هم و ویل: «د افغان-ټرانس پروژه چې یوازې افغاني نه بلکې سیمه ییزه پروژه ده د رهبرۍ په کچه یې په تړاو خبرې او مذاکرات روان دي. ټولګټو وزارت د منځنۍ اسیا هېوادونو له چارواکو سره پرې خبرې کوي. په پام کې ده چې له ازبېکستانه افغانستان ته د سروې یو ټیم راشي او هرڅه له نږدې وګوري.»
د ټولګټو وزارت د معلوماتو لمخې، له ۱۴۰۲ کال راهیسې زر کیلومټره سړکونه د بیارغونې په موخه قرارداد ته ورکړل شوي او دا مهال د سالنګ، کابل- کندهار، د کابل-جلال آباد د دویم لین سړک، کابل- لوګر د دویم لین سړک، کابل – غزني د لویې لارې او د افغانستان د حلقوي سړک د بیارغاونې چارې هم روانې دي.
دغه وزارت دغه راز په روان لمریز کال کې د لویو لارو په اوږدو کې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د ۷۵ جوماتونو د جوړېدو د کار د پيلېدو خبر ورکوي.
په دې اړه مو اندونه