Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د افغانستان، ازبېکستان او اذربایجان درې اړخیزه غونډه جوړه شوه

په کابل کې د افغانستان، ازبېکستان او اذربایجان تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې غونډه کې د سیمه ییزو همکاریو، د سوداګرۍ، ټرانزیت او د افغانستان لپاره د پانګو د راجلبولو په تړاو خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په کوربتوب او د ازبیکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر او د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال او د هغوی د مل پلاوو په ګډون په کابل کې درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

 په دې غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټي او لوژستیکي همکاریو، ودانیزو موادو، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید د پروژې د پلي کېدو د میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو، د ورېښمو له نوې لارې د اغېزناکې ګټې اخیستنې، ریل پټلۍ او د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بیا فعال حضور په تړاو بحث او خبرې وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي وايي: «قزاقيان او ازبېکان هڅه کوي چې د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلي او نړۍوالې پروژې عملي کړي او زموږ مسوولین هم باید چمتو وي چې همکاري وکړي.»

سربېره پر دې، د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه غونډه هم جوړه شوه چې پکې د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزو کورونو او د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې د پانګونې په تړاو خبرې وشوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا څلوېښت جګپوړي سیمه ییز پلاوي افغانستان ته راغلي او هڅه کېږي چې د صادراتو کچه لوړه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی وايي: «د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت غواړي چې د یوه هېواد له تړلتیا ازاد شي. د همدې لپاره یې منځنۍ اسیا ته مخه کړې او په تېرو درېیو کلونو کې یې څه باندې څلویښت پلاوي او د لومړي وزیر تر مرستیال پورې را واستول.»

له دې سره هممهاله، په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست په یوه آنلاین غونډه کې وایي چې تېر کال له افغانستانه بهر ته د څه باندې دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې له دې منځه د یو میلیاردو ۱۷۸ میلیون ډالره په ارزښت پاکستان ته او د ۴۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت هند ته صادرات ترسره شوي دي.

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالی،سردار احمد شکیب هم وايي:«تېر کال افغانستان د تازه او وچې مېوې په ګډون ۲۰۲۵،۳ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، له دې منځه، د ۱۱۷۸ میلیون ډالرو په ارزښت پاکستان ته، د ۴۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت هند ته، د ۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت متحده عربي اماراتو ته، د ۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت چین ته او د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت ایران ته  صادرات شوي دي.»

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې کلونو کې د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د چین، ایران، ازبیکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، پاکستان، بریتانیا، روسیې، قطر او امریکا متحده ایالتونو په ګډون د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي دي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې کتلي دي او له دې منځه چین او قطر عملا په افغانستان کې پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه