Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان-ازبیکستان د سوداګریز نښلون کنفرانس او نندارتون څخه د لورو رضایت

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان - ازبیکستان کې د سوداګریز پیوستون د نندارتون او کنفرانس په وروستۍ ورځ ویلي، هڅه کېږي چې، د ټولو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شي.

نورالدین عزیزی ټینګار کوي چې، په تېرو درې ورځو کې یې له ازبیکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتېدو، ګډو بېخ‌بناوو د پراختیا او د پانګونې لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلی عزیزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ځینو هیوادونو لخوا د تعرفو پر زیاتېدو او د صادراتو په موسم کې د لارو پر تړلو له نیوکې سره وایي چې، دغو ننګونو د سوداګرو ستونزې زیاتې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي:«هغه بحثونه چې، د دغه نندارتون په اوږدو کې شوي، بېلابېل محورونه وو لکه، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې زیاتوالی، د ګډو بیخ‌بناوو پراختیا لکه رېل پټلۍ او د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا پر لېږد، لکه‌څرنګه چې، حاجي صاحب ملا برادر وفرمایل له ترمذ یا د افغانستان له کرښې پیلېږي او کابل ته راځي.»

په کابل کې د ازبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف وایي چې، دوی هڅه کوي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په نږدې راتلونکي کې به ازبیکستاني سوداګر افغانستان ته راشي او په عملي توګه به پانګونه وکړي.

په کابل کې د ازبیکستان سفیر یادگار خواجه شادمانوف څرګنده کړه:«موږ هیله‌من یو چې، له افغانستان سره د یوه ښه دوست او ګاونډي په توګه خپلو اقتصادي اړیکو ته دوام ورکړو او ان‌شاالله په نږدې راتلونکي کې به ازبیکستاني سوداګر افغانستان ته راشي او په رښتینې توګه به خپل کار پیل کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان له لارې له سوېلي اسیا سره د منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د دغه نندارتون جوړېدل مهم بولي.

د دې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند زیاتوي چې، په روان لمریز کال کې به هڅه وشي چې، له ازبیکستانه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه چین ته په کم لګښت سره د جلغوزیو صادرات ترسره شي.

محمد یونس مومند وویل:«موږ سږکال کولای شو خپلې جغلوزې چې، پر یوه کانټینر مو ۶۰ زره ډالره لګښټ راته، سږکال هغه کانټینر هند ته کابو ۶ زره ډالره ولېږدوه.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی هم وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره، له نړۍ او ګاونډیو سره د سوداګرۍ نوې پاڼه پرانیستل شوه.»

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په شنبه دوه سوه ازبیکستاني سوداګرو په افغانستان کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل او په دې لړ کې  د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت شاوخوا ۳۵ تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه