Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه: څه باندې ۲۵۰۰ ښځو د فعالیت جوازونه اخیستي

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه طلوع‌نیوز ته ویلي چې، په وروستیو درې کلونو کې څه باندې ۲۵۰۰ سوداګرو ښځو د فعالیت جوازونه اخیستي دي او څه باندې ۱۳۰ زره ښځې له جواز پرته فعالیت کوي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویانده نازنین احمدزۍ ویلي دغه خونه د هېواد سوداګرو ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویانده وايي:«ښځې په ټول کې په ۹ سکټورونو کې د فعالیت په حال کې دي چې، کولای شو بزګرۍ، مالدارۍ، روغتیا، صنعت او د لوجستیک او خدمتونو برخې ته نغوته وکړو.»

په دې وروستیو کې د کابل په مارکېټونو کې د ښځينه هټۍوالو شمېر مخ په لوړېدو دی.

ورته مهال ځینو ښځو چې، د تېرو درېیو کلونو په لړ کې یې کوچنیو کاروبارونو او سوداګریو ته مخه کړې، له سرپرست حکومته غواړي چې، په بېلابېلو برخو کې له ښځو ملاتړ وکړي.

صدیقه طوفان چې د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو زده کړیاله وه؛ خو اوس د کابل ښار په یوه مارکېټ کې هټۍواله ده.

هغې د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«له ډېرې کمې پانګې سره مې په کار پیل وکړ دا چې، د ښځو او ملګرو له ملاتړ سره مې وتوانېدم چې، کار پيل کړم او یوه هټۍ ولرم او هغه محصولات چې، افغان ښځې په خپلو لاسونو یې چمتو کوي، وپلورم.»

یوه بله هټۍواله صنم هم طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې د یوې کورنۍ یوه نجلۍ کال وکړي، کولای شي چې، د خپل پلار له اوږو ډېرې ستونزې لرې کړي او کولای شي خپلې ستونزې هم کمې کړي.»

د پانګې کمښت او د مناسب بازار نشتوالی د دغو ښځینه هټۍوالو لویې ستونزې دي. یو شمېر هټۍوالې چې، له سهاره تر ماښامه په خپلو هټیو کې بوختې دي له سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتونکې دي. دوی وايي، په دې کار سره د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یوه حده حلوي.

هټۍواله نجمه حسیني هم څرګندوي:«کله چې، نجونې کار وکړي، د دې لامل کېږي چې، بې‌وزلي له کورنۍ او ټولنې څخه کم شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ویلي وو چې، په تېرو دوو کلونو کې یې له ۷۵ زره ښځينه متشبثو ملاتړ کړی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه