Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او چین اقتصادي همکارۍ؛ هغه اړیکې چې د پراخېدو په حال کې دي

په چین کې د اسلامي امارت سفیر د چین د نړۍوالې سوداګرۍ د پراختیا شورا د نړۍوالې څانګې له مرستیال سره په کتنه کې، د پاکې انرژۍ، بزګرۍ، ډيجیټلي سیسټم او ځیرکو موټرو په برخو کې د همکارۍ او تعامل په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغې کتنې په هکله ویلي چې، چین د اسلامي امارت له سفارت او له افغان سوداګرو په هغه نندارتون کې چې، د روان کال په نوامبر کې په یادو شویو برخو کې جوړېږي، بلنه ورکړې ده.

د حمدالله فطرت د څرګندونو پر بنسټ، به چین کې د اسلامي امارت سفیر په دغې لیدنه کې ویلي چې، دم‌ګړۍ په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي او پانګوالو او سوداګرو د اسلامي امارت ملاتړ له بل هر وخته زیاتوالی موندلی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي:«په نوامبر کې د دغې شورا په نندارتون کې چې، ټاکل شوې کابو ۹۰ هېوادونه په‌کې ګډون وکړي، په بی‌جینګ کې د افغانستان سفارت او افغان سوداګرو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه چین د افغانستان لپاره یو لوی اقتصادي شریک ګڼي او د کابل او بییجېنګ تر منځ د اقتصادي اوسوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې اغېزناک ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ هیله لرو چې، هم اسلامي امارت او هم دوست هېوادونه په ځانګړې توګه چین زموږ سوداګرو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي او د توکو د لېږد په برخه کې چې، زموږ خلک وکړای شي په نندارتون کې ګډون وکړي همکاري وکړي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم چین د نړۍ په کچه یو لوی اقتصادي هېواد بولي او له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پراخول او همداراز په افغانستان هغه پروژې چې، چینایانو پرې  پانګونې کړي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټورې ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري څرګندوي:«چین یو شتمن هېواد دی او د اسلامي امارت د درې کلنې واکمنۍ پر مهال ډېره لېوالتیا ښودلې چې، د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له‌مخې، د قشقري د نفتو، د تخار د سرو زرو او د لوګر د مس عینک کانونه چینايي پانګوالو ته په قرارداد ورکړ شوي او پر دغو درېیو کانونو شاوخوا یو میلیارد ډالره پانګونې شوې دي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونه چین د افغانستان لپاره یو لوی اقتصادي شریک ګڼي او د کابل او بییجېنګ تر منځ د اقتصادي اوسوداګریزو اړیکو پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې اغېزناک ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه