د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټاپې ګازو له نل لیکې لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پرمهال ویلي ډېر ژر به د ټاپې پروژې عملي چارې پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي و ویل: د ټاپي پروژې د شروع کېدو او د هغه ځای د ترتیب لپاره له هغې ساحې لیدنه وشوه، پرته له دې به په نږدې راتلونکي کې د هرات د نورالجهاد سب سټيشن د کار لپاره تصمیم نیول کیږي. همدا رنګه به هرات د وسپنې پټلۍ د غځولو په اړه پرېکړه کیږي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د کتنې پر مهال ویلي چې د ټاپې پروژې د چارو پیل لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
هغه افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د ټاپې پروژې چارو پیل، تورغونډۍ اوسپنې لیکې پراختیا او هرات ښار کې د نورالجهاد برېښنا سټیشن پرانیستې برخه کې ګام واخلي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر، رشید مردوف هم و ویل: د تورغونډۍ اوسپنۍ لیکې او تورغونډۍ - هرات اوسپنې لیکې مسیر چارې تر ارزونې لاندې دي. په پام کې ده، چې د اوسپنې دې لارې کې یو تمځای هم جوړ شي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر پوله د ټاپې پروژې د چارو پيل مراسمو ته د ځای برابرولو هڅې روانې دي.
د ټاپې پروژې اینجینر، نظیف الله الکوزي و ویل: دا کوم کار چې تاسې وینئ دا د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره لومړني کارونه دي. چې ځينې ودانۍ به دلته جوړیږي او تر هغې چې پرانیسته یې کیږي دا کار به دوام وکړي. له هغې وروسته به نورې چارې پر مخ ځي.
تر دې وړاندې هم په کراتو افغان او ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژو عملي چارو پیل، هرات ښار کې د نورالجهاد برېښنا سټیشن، تور غونډۍ اوسپنې لیکې او ټاپ پروژې په تړاو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه