Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوالو بنسټونو سره د سوداګرۍ خونې غونډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د یوناما، اروپایي ټولنې، نړۍوال بانک او د افغانستان - امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې له مسوولینو سره کتلي او هېواد کې یې د بانکي فعالیتونو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د دغې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند دغه کتنه کې له نړۍوالو بنسټونو او نړۍوال بانکه غوښتي چې د افغان سوداګرو د ویزو ستونزو د حل، د معیاري سړو خونو جوړولو او د هېواد د کرنې میکانیزه کولو په برخه کې همکاري وکړي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال و ویل: « زموږ ناسته په دې اړه وه چې د افغانستان ۸۰ سلنه ستونزې حل شوي او ۲۰ سلنه یې بهر کې دي چې هیله لرو دا شل سلنه هم حل شي او د افغانستان له بانکونو باید بندیزونه لیرې شي او د افغانستان کنګل شوې پیسې هم باید ازادې شي.»

په همدې حال د صنایعو او کانونو خونه وایي، د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. 

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « هغو برخو کې چې موږ له هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره اقتصادي ستونزې لرو د پیسو بندول دي، موږ نشو کولای له افغانستانه خپلې پیسې ولېږدوو، دغو بندیزونو په حقیقت کې د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي وایي: « هغه سوداګري چې موږ پخوا له لیرو هېوادونو سره درلوده، نن له ستونزو سره مخ ده او د افغانستان د کمې اقتصادي پراختیا سبب شوی دی.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د سوداګریزو ویزو بندښت هغه ستونزې دي چې افغانستان سوداګر ورسره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه