رویټرز خبری اژانس راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې یو شمېر شرکتونو د افغانستان پر فضا خپلې الوتنې درولې دي.
خو اوس په منځني ختیځ کې د وضعیت له خرابېدو وروسته، د سنګاپور او برېټانیا هوايي شرکتونو د افغانستان پر فضا خپلې الوتنې بېرته پیل کړې دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د روانې زیږیزې میاشتې په ۲مه اونۍ کې د تېر کال د همدې مودې پرتله د افغانستان پر فضايي حریم دوه چنده الوتنې شوې دي.
د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي په دې اړه وايي: لومړی خو دا ښه دی چې زموږ له فضايي حریمه د الوتنو زیاتېدل د عوایدو لپاره مهم دي. بل د منځني ختیځ پر وړاندې د هوايي شرکتونو لپاره د افغانستان فضا یو ښه بدیل کیدای شي او افغانستان ته ترې هم ښه امتیاز ترلاسه کیږي.
.د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان پر فضايي حریم د الوتنو زیاتېدل د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې خپل هوايي او ځمکنی حریم خوندي کړي څو بېرته الوتنې پیل شي او زموږ لپاره د عوایدو په موخه هم ډېر ګټور اقدام دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان پر فضايي حریم یې د الوتنو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل: د افغانستان هوايي چلند او د افغانستان هوايي حریم په بشپړ ډول خوندي دی. د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته تر دې دمه د افغانستان له فضايي حریم عملاً الوتنې کیږي. داسې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د یادونې ده چې له تېر یوه کال راهیسې د ترکېش اییر لاین، اېیر عربیه او فلای دبۍ په ګډون یو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې دي.
په دې اړه مو اندونه