Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستاني سوداګر له تخاري سره افغانستان کې پر پانګونې غږېدلي

یو شمېر پاکستاني سوداګرو کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت له سرکونسل سره کتلي او افغانستان کې یې د خپلو تولیداتو لپاره د نویو بازارونو د موندنې په اړه خبرې کړې دي.

کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل، عبدالجبار تخاري دغه کتنه کې افغانستان کې د پانګونې لپاره پر زمینې تینګار کړی دی او له دغو سوداګرو یې غوښتي چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. 

عبدالجبار تخاري زیاته کړه: « ویې غوښتل چې د سفر زمینه ورته برابره شي چې لاړ شي او سوداګریز سیسټم له نږدې وڅاري او پانګونې لپاره ګام پورته کړي.»

د کرنې، او مالدارۍ خونه په افغانستان کې بهرنۍ پانګونه د هېواد په اقتصادي ودې او هېوادوالو ته د کاري زمینو په برابرولو کې مهمه بولي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: « موږ نورو سوداګرو ته هم بلنه ورکوو چې افغانستان کې پانګونه وکړي. د ګډو شرکتونو په جوړولو سره د دوی تجربې کولای شي هم ځان لپاره او هم زموږ د ملت لپاره کاري زمنیه برابره کړي.»

سوداګر، امید حیدري و ویل: « اړتیا چې صنعتي پارکونه ټولو ولایتونو کې فعال شي او د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ډېره لېوالتیا رامنځته شي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې اوس مهال افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او نورو بېلابېلو برخو کې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه